د خیبر پښتونخوا چارواکو له خلکو غوښتي چې افغان کډوال له خپلو سیمو وباسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66519
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-04

د خیبر پښتونخوا دولتي چارواکو له خلکو غوښتي چې له خپلو سیمو افغان کډوال وباسي. د پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې خیبر پښتونخوا چارواکو خلکو ته ویلي چې افغان کډوال په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري او دوی په پا کستان کې د سولې پر وړاندې خنډ دي. په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو ملکیتونه تړل شوي او له دوی یې غوښتي چې خپل هېواد ته ستانه شي. د راپورونو له مخې تر اوسه د ۲۱۸ افغان کډوالو کورونه تورخم ته په نږدې سیمو کې نړول شوي او دا لړۍ لا روانه ده. پاکستاني چارواکي وايي دا پرېکړه یې ځکه کړې چې په پاکستان کې ډېری بریدونه د افغان کډوالو لخوا کېږي، خو افغان کډوالو دا خبره په وار وار رد کړې ده.