فرانکفورت : د پوهنیز (علمي) سیمینار بلنه او خبرتیا‏

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66538

دخبریدو نیټه : 2016-05-08


دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party – PSDP دالمان فرانکفورت په ښار کې د روان ۲۰۱۶ عیسوي کال دمۍ دمیاشتې په ۲۱ مه نېټه د خالي (شنبې) په ورځ د " لر اوبر پښتنو/افغانانو ته ورپېښې ستونزې او دحل لارې" تر سرلیک لاندې دیو ورځني پوهنیز (علمي) سیمینار او دکولتوري ماښامي دجوړولو تابیا کړیده.
په غونډه کې به د لوې افغانستان دنورو مخورو سربیره هیواد او ولس ته ژمن زړورسیاستوال او د ملي ثبات دټولنې مشر ښاغلی ضیاالحق امرخیل هم ګډون کوی
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندپه دې وسیله تاسو ته په ډیر درناوي بلنه درکوي، چې دخپلو کورنیو سره یو ځای موږ سره په سیمینار او کولتوري ماښامي کې ګډ ون وکړئ.
دسیمینار دویېمه برخه مشاعرې او ټنګ ټکور ته ځانګړې شویده.
دټنګ ټکور برخه به دمنلی اوپر پښتو مین سندرغاړی ښاغلی هارون باچا په خوږ غږ د ښاغلي فرید او ښاغلي حیدر په ملتیا لا ښکلې شي.
ځای:
Saalbau Stadthalle Griesheim
Schwarzerlenweg 57
65933Frankfurt - am Main

نېټه او وخت :
( 21Mai2016 (16:30 Uhr
دمۍ ۲۱مه نېټه دخالي (شنبې) ورځ د مازیګر څلورنېمې بجې