د فرد په توګه د ټولنیزي اصلاح او سمون لپاره څه کولي شو؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66546
اسم هجران
دخبریدو نیټه : 2016-05-08


        بشري خلقت د الهی شاهکاریو غوره نمونه ګڼل کیږي، ځکه کله چې الله (ج) د بنې آدم په شعوریت کې غوره اوصاف او حواس درک کړل، نو پخپل کبریايی ذات کې یې ډیر غرور محسوس کړ، او انساني خلقت یې د هغو یوه نمونه وبلله، ځانته یې د «احسن الخالقین» خطاب وفرمایو، انسان یې خود مختار او خلیفته فی الارض وټاکو، یوازي د «د تخلیق بااخلاق الله» غوښتنه یې ځینې وکړه، اوبس.
یعنې الله (ج) په خپل عالمانه بصیرت سره دا ومنله چې بشري توان کولي شي په سعیه دا مداریج ترلاسه کړي، نو ځکه خویې د انساني ژوند تعریف په «لیس الل انسان الاماسعه» سره وستایو. همداراز بشریت هم د الهې انعاماتو په درشل کې خپلي هڅې په کار واچولي او په علمي ذکاوت سره یې هغه څه ترلاسه کړل چې اټکل یې کیدو. که د نړۍ د پرمختللو هیوادونو و روڼ بهیر ته په ځلغنده نظر سره وګورو، نو د ټولو بریاوو راز یې د بشري قوتونو په کاري ابعادو کې نغښتل شوي، علمي شخصیتونو یې پخپلو ابتکاراتو او تدبیرونو سره عامه افکار تنویر کړي او د ټولنو تقدیرونه یې بدل کړي، په پایله کې یې د ژوند اسانتیاوي ترلاسه کړي، او هدف ته ورسیدل، چې بیلګې یې د ژوند په مختلفو ډګرونو کې لیدل کیږي.
خو له بده مرغه افغاني ټولنه په هغه معیار کې نه ده، لکه نور چې کوم حالت لري. وجه یې عامه ذهینتونه په غفلت کې ساتل وو، چې پایلي يې فقر، بینوايي ... او د سیالیو جوګه نه کیدل شو. بیا هم داسي نه ده چې د تاریخ په اوږدو کې مو څه نه لرل، ډیرو افغاني شازلمیانو په مختلفو وختونو کې غوره وړتیاوي ښودلي چې د ارادو موخې یوازي د هیواد په دننه جغرافیايي حدود کې ایساري شوي نه دي، بلکې انګازي یې تر لري واټنونو پوري رسیدلي او د نورو لپاره د لارو د مشعلونو په توګه ثابت شويدي. د علامه سید جمال الدین افغان او یو شمیر نورو علمې کدرونو هڅې، هاندي هغه تاریخي بیلګې دي چې افغاني شهامت پري ویاړي. دا خبره هم د یادونې وړ ده چې ولس خپل رسالت هر وخت په ښه توګه ترسره کړي، استغنا یې نه ده کړي. ناغیړي د مخکښانو ده چې ولسي پرګني یې په حماسي لومو کې را ایسار کړي او دا یې د ژوند غایه او هدف ورته ښودلي دی. که د وخت مسحايي لارښود بیاهم خپل ابتکار په سمه توګه وکاروي، نو ملت به په هغه څه بریا ومومي چې هیله ورته کیږي، او د الله (ج) د هغه حکم او وعدي شان به یې هم په ښه توګه ترسره کړي وي چې فرمايي،
«زه نه بدلوم د هغه چا حال، څو چې هغوي خپل حالت پخپله بدل نه کړي!».
نو ددي الهې ارشاداتو په رڼا کې که په ټولنیزه توګه داسي وړتیاوي نه لرو، په انفرادي توګه خو کولي شو ځینې موجوده عیبونه مو سم او اصلاح کړو، چې هم به مو الهې رضایت

ترلاسه کړي وي، او هم به مو ټولنه  فلاح او سوکالي ته رسیدلي وي، چې ځینې ټکې یې په لاندي ډول وړاندیږي کیږي.
۱ – د ځور او ازار په ځای باید د مرستي او محبت حس پیاوړي کړو.
 په چاپیریال کې ډیر لیدل کیږي، چې اکثره وګړي نور ازار او ځوروي، او د هغوي له کړاو او اذیت څخه یو ډول خوند اخلي. خو دا چاره د کینې او عداوت په بنیاد هم نه بلکې د هغه فطري کم ظریفي په اساس ترسره کوي، چې کوم حضرت ابوالمجد مجدود محمد بن آدم سنایی صاحب یې په حق داسي یادونه کړيده،
        «نیش عقرب نه از پی کین است  -  ولی مقتضای طبعیتش اینست»
خو دا بیباکه پدي فخرکوي او د نورو سپکاوي ورته غوره ښکاریږي، حال دا چې دا ګناه ده او فخرکول پري مطلق کفر دی. علاوه پردي ځور او ازار د ټولنیزو ناخوالو او عقدو د پیدا کیدو لامل هم کیږي. که د ځور په ځای د یو حاجتمند لاس نوي وشي، نو هم به مو الهې رضایت ترلاسه کړي وي او هم به مو د مینې او رغبت میلان پياوړي کړي وي، چې پایله به یې سوکالي وي. پدې هکله که هرڅومره لیکنې وشي بیا به هم کمي وي.
  «هغه زړه به له توپانه په امان وي – چې کشتي خوندي د خلکو باربردار شي»

۲ – د فریب او بل غلولو په ځای باید له رښتنولي او صداقت څخه کار واخلو.
دا هم زموږ د ټولنې یو بل ناسوردی، او څو مره چې یو مکار د  نورو په غلولو کې مهارت ولري او هغه تیرباسي، نو په عامه ذهنیتونو کې د کارنده او چالاک شخص نوم لري. حال دا چې دا یو حماقت دی. ځکه یو خو دا حدیث د پیغمبر(ص) ده چې فرمايي،«نجات په صداقت کې دی.» بل دا چې که د ختیځې اسیا هیوادونو لکه، چاپان، کوریا، اندونیزیا، مالیزیا، چین او نورو ته وګورو، نو ددوي ټولو د ارزونې راز په رښتنولي کې نغښتې دی. د دوي په اقتصاد، سیاست، صنعت او نورو ټولنیزو چارو کې بې رښتنولي بل څه نه لیدل کیږي. همدا وجه چې ټولنې يې بسا او د پرمختګ لړۍ یې چټکې رواني دي.
له بده مرغه زموږ د ژغورنې لاري چاري، بل ته فریب ورکول او په سترګو خاوري اچول دي، پایلي همدا دي چي لیدل کیږي. که په رښتیا او صداقت خپل هر څه عیار کړو، هم به مو نجات موندلي وي، او هم به د الهې رحمت باب تل په مخ پرانستي وي.

۳ – د مبالغي او دروغو په ځای باید اصلي واقعیتونو ته رجوع وشي.
دا هم زموږ د ټولنې یو بل لوی عیب دی، چې اکثره وګړي په درغو او خیالي خبرو ځانونه لوړ معرفي کوي او نورو ته دا ښيې چې ګواکي د معلوماتو مخزن دی او نور له هغو رازونو خبر نه دي، په کومو چې دې پوهیږي. همدا مصیبت خو زموږ په سیاست، معاشرت، فلکلور او نورو چارو کې له ورایه لیدل کیږي. په هیواد کې دا لويي ورانکاري هم د درغو او بې ځایه مبالغو زيږنده پيښې دي، چې کلې یې له کليو سره وران ویجاړ کړل.


په درغو و نظامونو ته راپورونه ورکول ددي لامل شول چې پخوانې او اوسنې بهرنیانو د هیواد په ګوټ، ګوټ کې بمباري وکړي، بې ګناه خلک یې ووژل، او ناباوري یې رامینځ ته کړي. دا لړۍ اوس هم داوم لري. د دا ډول ر‌وږدو د خوي سمون او اصلاح ته جدي اړتیا ده. دا هم په خپل ذات کې لوی بحث دی، که هر څومره خبري پري وشي، کمې به وي.

۴ – دیني ارښتونه باید خپل تقدس ولري، د ټولنیز کلتور په توګه استعمال نشي.
دا خورا د اهمیت وړ خبره او بحث دی. د دينې ارزښتونو په باره کې ډیري خبري شته، چې په ټولنه کې هغو ته په کلتوري بڼه کتل کیږي. که د هري یوي څیړنه کوو، نو وختونه به پري ضایع شي. خو د مشت نموني خروار په توګه به د تسبیح یادونه وکړم چې اسلامي رکن خو نه دي خو د عبادت ستره وسیله ده، او دا یوازي د الهې ذکر لپاره استعمالیږي. څرنګه چې انسان پابند د «زمان او مکان» دی، نو تسبیح هم باید له اوداسه سره په مقدس مکان کې وړاولي شي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې له ډیر پخوا دا د کلتوري وسیلې او بازي په توګه استعمالیږي، او هیڅ درناوی یې نه کیږي. که په لاره کې روان وي، که له چا سره خبري کوي، په چپ لاس کې نیولي تسبیح به اړه وي، په ځینو حالاتونو کې خو یې بیا شا ته نیولي وي، او ډبل به یې اړه وي، چې دا پخپل ذات کې شریک، بداعت او د دينې اقدارو مطلق سپکاوی دی.
  «زه یې په لیدلو او ویلو ګناهګار شومه – نور یې به کولو او عمل باندي ښاغلي دي»
 خو دې ته یې پام نه دی، چې الله (ج) شریک عظیمه ګناه بللي، او کله چې دا مصیبت ډیر او اوج ته ورسیږي، نو د لوي تباهي سبب کیږي. د صوفیانو په اند، په افغانستان کې دا تیري وراني ټولي ددي ناخوالي په وجه رامینځ ته شويدي.
پدې هکله و دینې عالمانو، د قلم خاوندانو او خبري رسنیو ته عرئض کوم! چې د خداي لپاره پدې هکله یو ځانګړي کمپاین و چلوي، خلک له الهي احکامو خبر کړي، او نور دا غافله مه پریږدي چې په ناخبري کې نور هم د ستر معصیت مرتکب شي.
لنډه دا چې د ټولنیزي اصلاح په موخه به نوري هم په لسګونه خبري وي، د قلم خاوندان کولي شي هغه په ګوته او نشر ته وسپاري. خو دا یو څو ټکې بنده د بیلګې په توګه وړاندي کړل، که په سمون او اصلاح کې یې بریالي شوو، نو د هغه وصف ثبوت به مو په رښتیا ورکړې وي، چې الله(ج) یې غوښتنه کړي، او هغه د«تخلیق بالاخلاق الله» زرین ارشادات دي.