والسټریټ ژورنال: افغان حکومت او امریکا هڅه کوي د طالبانو په لیکو کې درزونه جوړ کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66607
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-23

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې د افغانستان حکومت او امریکا په کډه د ملا رسول او ننګیالي په مشرۍ د طالبانو له ډلو ملاتړ کوي. ورځپاڼې لیکلي، چې افغان حکومت د امریکا د استخباراتو په همکارۍ د ملا رسول ډلې ته وسلې او پیسې ورکوي، چې د طالبانو په غورځنګ کې پېدا شوي درزونه لا زیات کړي. سرچینې زیاته کړې، چې افغان حکومت په هلمند، پکتیا او د هرات شینډنډ کې د محمد رسول او ننګیالي په نوم قوماندانانو سره مستقیمه مرسته کوي. خو د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالبانو د غورځنګ له ځينو جلا شویو ډلو ټپلو سره د وسلو او پېسو مرسته رد کړې ده. د ملي امنیت شورا ویاند، تواب غورځنګ ویلي، طالبان د افغان حکومت او خلکو دښمنان دي او ورسره د مرستو خبره صحت او حقیقت نه لري.