یونان کې د کډوالو د اعتصاب له کبله د ۲۰ کسو روغتیايي وضعه ښه نه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66619
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-27

يونان کې کډوالو له څو ورځې راهیسې د اعتصاب په ډول له خوړو لاس اخیستی، چې له کبله یې د یو شمېر افغانانو په ګډون د ۲۰ کډوالو روغتیايي وضعه د اندېښنې وړ ښودل شوې. دغه کډوال چې د یونان په شیوس ټاپو کې بند پاتې دي له ستخو ستونزو سره مخ دي، چې د راپورونو پر اساس دوو افغانانو په کې د ځان وژنې هڅې هم کړې دي. له هغه راهیسي چې د اروپایي ټولنې او ترکيې تر منځ تړون شوی، کډوال په هرځای کې چې کښته شي هم هلته درول کېږي. په شیوس ټاپو کې بند پاتې کډوال له نا څرګند برخلیک سره مخ دي، چې له کبله یې له څو ورځو راهیسې د خوړو اعتصاب کړی دی.