فرانسه کې د افغان او سوډاني کډوالو تر منځ نښته کې ۶۰ کسه ټپیان شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66623
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-27

د فرانسې په کالې کې د شاوخوا ۴۰۰ افغان او سوډاني پناه غوښتونکو تر منځ په اخ و ډب کې نژدې ۶۰ کسه ټپیان شوي دي. دا نښته تېره شپه د یوې مرستندویې موسسې له لوري د خوراکي توکو د وېش پر مهال وشوه. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دې نښته کې چې ۴۰۰ تنه پکې ښکېل وو، لږترلږه ۶۰ کسه ژوبل شوي دي. ټپیان روغتون ته وړل شوي او ویل کېږي چې د پنځو یې روغتیايي وضعه ښه نه ده. د فرانسې په کالې کې د افغانانو او سوډانیانو د نښتې د مخنیوي لپاره ۲۵۰ پولیس ځای پر ځای شوي دي. ویل کیږي، چې پناه غوښتونکو د یو بل له وهلو ډبولو وروسته خیمو ته هم اور اچولی دی. په دغه کمپ کې، شاوخوا ۵ زره افغان، سوري، عراقي، سوډاني، ایراني، او نور پناه غوښتونکي مېشت دي.