خلک: د غيرمسووله وسله والو ډلو شتون د کندوز امنيت ته لوى ګواښ دى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66627
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-28

د کندوز يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دولت وسله والو مخالفينو سربېره د غيرمسووله وسله والو ډلو شتون؛ د کندوز امنيت ته لوى ګواښ دى. د دوى په وينا، په دې وروستيو کې د کندوز په ښار او ولسواليو کې د غيرمسوولو شتون زيات شوى او بايد ژر تر ژره ترې غيرقانوني وسلې راټولې شي. د کندوز ولايتي شورا غړی امرالدين ولي وايي، چې په دغه ولایت کې د غيرمسووله وسله والو شتون، د تاوتريخوالي، قتلونو، ترورونو د زياتېدو او امنيت خرابېدو لامل شوى دى. هغه، د ښار په داخل کې د غيرمسووله وسله والو کسانو له شتون اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دولت وسله والو مخالفينو سربېره د يادو ډلو شتون د کندوز لپاره ستر ګواښ دى.