امرخېل: د ملي اردو د قوماندانانو د بې کفایتۍ له امله یو شمېر سیمې د طالبانو لاسته ورغلې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66628
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-28

د غزني امنیه قوماندان په دغه ولایت کې د ملي اردو د درېیمې لوا قوماندان په بې کفایتي تورنوي او وايي، چې نوموړی په اونیو اونیو کې هم یو ځل خپلې دندې ته نه حاضریږي. امین الله امرخېل چې د غزني په قیاق دره کې یې د عملیاتو د پېل پر مهال خبرې کولې وویل، چې په دغه ولایت کې د ملي اردو قوماندان د بې کفایتۍ له کبله ګڼې سیمې د وسله والو مخالفینو لاسته ورغلې دي. د غزني د ولایتي شورا رییس هم په یاد ولایت کې د ملي اردو د درېیمې لوا قوماندان په بې کفایتۍ تورن کړ او ویې ویل، چې له پرله پسې غوښتنو سره سره د ملي اردو ځواکونو د قیاق درې د لویې لارې پرانستلو په موخه عملیاتو کې برخه وانه خېسته. دا په داسې حال کې ده، چې د دغه ولایت ډېری ولسوالۍ دا مهال نا امنه دي او ویل کیږي، چې د یو شمېر ولسوالېو چارواکي خپلو دندو ته هم تګ راتګ نه شي کولای.