سیاف: مجاهدین ستا پلار هم له نظامه نه شي څنډې ته کولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66630
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-28

جهادي مشر استاد سیاف وايي، حکومت ته یې ډېرې مشورې ورکړې او خپل مسوولیت یې ادا کړی دی، خو د ځینو فرعي کسانو له خولې داسې اورېدل کېږي چې مجاهدین مو څنډې ته کړې دي، مجاهدین د چا پلار هم له نظامه نه شي څنډې ته کولی. سیاف دا څرګندونې له هغې وروسته کوي، چې د ولسمشر میرمن رولا غني څه موده وړاندې امریکا کې یوې غونډې ته وویل، چې مجاهدین نور زاړه شوي او افغانستان کې یوازې د اوسېدو حق لري. ښايي د دغه پخواني جهادي قوماندان مخاطبه هم د ولسمشر میرمن رولا غني وي.