لویې څارنوالۍ ۱۵ ولایتونو کې ۴۰ څارنوالان تغير او تبديل کړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66631
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-28

لویه څارنوالي وايي چې له ۱۵ زیاتو ولایتونو کې یې تر ۴۰ ډېر څارنوالان ګمارلي او تبدیل کړي دي. د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي وايي، تر ډېره دا تغیرات او ګمارنې د عمومي رییسانو، استیناف او د مخدره موادو اختصاصي څارنوالۍ په برخه کې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې دا قدام د عدالت د ټینګښت او کارونو د ښه والي په موخه شوی دی. خو د چارو شنونکي په دې باور دي، چې د افرادو ادلون بدلون له اصلاحاتو سره هیڅ راز مرسته نه کوي. اجمل هوډمن وايي، د لویې څارنوالۍ دا اقدام یوازې اداري تغییرات دي، چې پر اساس یې اصلاحات نه راځي. نوموړی زیاتوي، د خلکو اساسي ستونزه د قانون په نه تطبیق کې ده، چې په وینا د اصلاحاتو په موخه باید قضایاو کې د قانون پر حاکمیت تمرکز وشي.