په کندهار کې یو پنجابی ماین جوړونکی نیول شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66637
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-29

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، يو ماين جوړوونکى يې نيولى چې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى. دغه ماين جوړوونکى په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې نيول شوى دى. د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا درانی وايي، د محمد امين په نوم دغه ماين جوړوونکى د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې وسله والو مخالفينو ته ماينونه جوړول. هغه زياته کړه، دغه ماين جوړوونکى له هغه وروسته په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو، چې د هغه د استوګنې د سيمې په اړه يې کشفي معلومات تر لاسه کړل. دى وايي، څه موده مخکې د دغه پنجابي ماين جوړوونکي چپ لاس د ماين په يوې چاودنه کې پرې شوى هم دى، خو بيا يې هم خپل دې کار ته دوام ورکاوه. دراني وويل، نيول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړى او د لومړيو پلټنو پر مهال يې ويلي چې وسله والو مخالفينو ته يې په تېرو څو کلونو کې په سلګونو ماينونه جوړ کړي دي.