علم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66675
بصيرالحق عادل
دخبریدو نیټه : 2016-06-05

د نړۍ هوښيار خلک د پوهې سمندر کې ځانونه لاهو کړي. د کرکې، نفرت او ناپوهۍ کښتۍ
ورپسې ګرځي، له دغه زرين سمندر څخه يې راباسي، خو عالم او هنرمند انسان يوازې دا نه
چې د پوهې د سمندر خوږې اوبه پرېښودل نه غواړي، بلکې د هغې کښتۍ د ماتولو هڅه هم
کوي چې د کرکې او ناپوهۍ ماڼو يې جلو نيولی وي.
**********
پوهه نور دی
علم طاقت دی
پوهېدل هنر دی
د پوهې له برکته انسان د اخلاقو پر عالي ګاڼه سمباليږي، د ناپوهې له وحشتناکو تيارو راوځي او بالاخره له امله يې هره خوا رڼا رڼا رڼا شي.
*************
د انسانو په ډله کې غوره خلک هغه دي چې علم رانيسي او بد خلک هغه دي چې شهرت پسې ګرځي.
نو عالم شه چې ته شهرت نه، شهرت تاپسې منډې ووهي.