ړنا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66701
رحمت الله پښتون
دخبریدو نیټه : 2016-06-08

مینه د یار چي پر سینه لکه ململ راغله
 خونه کعبه سوله رڼا د زړه په تَّلْ راغله
 خوند ؤ، مزه یې د مفتون په څېر نشه کړلمه
 لکه کوثر اوبه د زړونو په پل پل راغله
 شیرین سفر ؤ او ديدار مي د جانان نصیب سو
 بوی د کافور ؤ او له پاسه چي سُنبلْ راغله
 ګرېوان د میني کي شبنم را ته جانان واچول
 طمع له یو وه، له آسمانه راته سل راغله
 مینه خالص وه، پادشاه ددې جهان چي زه وم
 آرمان د بوټی ؤ، او لاس کي به سنزل راغله
 چا چي جانان ته خپل د میني صداقت وښود
 ګوري سوال ته به له ورایه ډیر ښه حل راغله
 باب د رحمت دی او قیصه د رحمتونو سوله
 پاڼه هر رنګ سوله او ژبو کي عسل راغله

 پونه، هند
 چهار شنبه، ۰۸ /۰۵ /۲۰۱۶