اکرم زکي: د ډېورنډ په اړه پرېکړه دې وخت او خلکو ته پرېښودل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66758
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-20

د پاکستان پخوانی ډیپلومات او د دغه هیواد د مشرانو جرګې غړی اکرم زکي وايي، ډیورند کرښه د زاړه استعمار زوړ ټپ دی. نوموړي د کابل او اسلام اباد تر منځ وروستیو ناسمو اړیکو ته په اشارې ویلي، افغانستان د ډیورند کرښه نه مني او په پاکستان کې هم ځیني کسان حاضر نه دي چې دا کرښه په رسمیت وپېژني. هغه دا کرښه د بریټانیا د استعماري دورې داسې زخم بللی چې د وخت په تېرېدو نور هم تازه کیږي. نوموړي د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي، چې د دې قضیې پر سر له نښتو تېر شي او په اړه یې پرېکړه وخت او خلکو ته پرېږدي.