ارګ: د پاکستان ناوړه پالیسي د هغه هېواد ضد احساساتو د ډېرېدو لامل کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66766
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-22

افغان حکومت وايي، د پاکستان لاسوهنې او ناوړه پالیسي افغانستان کې د هغه هېواد ضد احساساتو ډېرېدو ته لاره هواروي. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د خپل سرو اقداماتو دوام یوازې هغه هېواد ته زیان اړوي. د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ویلي، د حکومت هڅه دا ده، چې له پاکستان سره ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي خو په ورته وخت کې په دې برخه کې نړیوالو قوانینو ته د مراجعې خبره هم کوي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وروستیو کې ویلي، چې تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې جاري وي او په خبره یې هېواد یې نه له افغانستان سره کومه هوکړه تر پښو لاندې کړې او نه په دې برخه کې د کابل اجازې ته اړتیا ويني.