ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان چمتو دی چې له چین سره په اقتصادي، سوداګریزو، د زیربناوو جوړولو، امنیتي، د بشري منابعو د پرمختګ او نورو برخو کې همکارۍ پراخې کړي. نوموړي د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په تاشکند کې د لیدنې پر مهال چین د افغانستان ښه او با اعتباره دوست وباله. په دې کتنه کې د افغانستان او چین مشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د مناساباتو د پراختیا، اقتصادي اړیکو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله بحث او خبرې وکړي. د چین ولسمشر هم وویل، چې هېواد یې افغانستان ته د یو نیک او ډاډ وړ ګاونډي په سترګه ګوري او لېوالتیا لري، چې د دواړو هېوادونو د مقاماتو ترمنځ مناسبات او ستراټيژيکې اړیکې پراخې شي. شي جین پینګ زیاته کړه، چین به له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ په بین المللي هڅو کې د یو فعال په توګه شریک وي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66769
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-24