د کانګرس غړي: اوباما دې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر نه کموي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66771
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-24

د کانګرس یو شمېر غړو له ولسمشر بارک اوباما په یوه لیک کې غوښتي، چې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر راکم نه کړي. د متحده ایالاتو د سنا مجلس غړې جینه شاهین له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، د کانګرس له یو شمېر نورو غړو سره یې په ګډه اوباما ته لیک استولی او ترې یې غوښتي، چې افغانستان کې مېشت سرتېري په همدې کچه پرېږدي. نوموړې د طالبانو وروستيو بریدونو او داعش ډلې فعالیتونو ته په اشارې ویلي، که افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر اوسنۍ کچې راکم شي، ښايي دغه هېواد کې وضعیت د امریکا له کنټروله ووځي.