د اروپايي ټولنې مشران: برېټانیا دې ژر تر ژره له دې ټولنې خپل وتل ومني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66772
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-24

اروپايي مشرانو غوښتي چې، د بريتانيا حکومت بايد د دې ټولنې پرېښودو په تړاو په چټکۍ سره گام واخلي، ځکه چې په دې برخه کې هر ډول ځنډ دغه هېواد کې د بې ثباتۍ لامل کېدای شي. د اروپايي ټولنې مشر، ژان کلوډي يونکر، ټينګار کړى، چې په دې ټولنه کې به د پاتې ۲۷ هېوادونو اتحاد دوام وکړي. د ټولپوښتنې د پايلو له راڅرگندېدو وروسته يونکر د اروپايي پارلمان، د اروپايي شورا مشرانو او د هالنډ لومړي وزير سره بېړنۍ خبرې کړې دي. له خبرو وروسته د یادې ټولنې له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، "په دې پرېکړه خواشيني دي خو د برتانويانو غوښتنې ته درناوى لري." خبرپاڼه کې له برېټانیې غوښتل شوي، چې له اروپايي ټولنې دې خپل وتل په رسمي توګه ژر تر ژره تایید کړي.