غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66774
پوهنمل محمد وارث
دخبریدو نیټه : 2016-06-25


چې مستي او شور ئې نشته حيران نه يم
 حالات هم د زمانې دي زنګ وهلي

 لا تراوسه ئې فکرونه ستړي ښکاري
 دلته خيال او احساس دواړه جنګ وهلي

 له خزانه نه به زه ولې ګيله مند يم
 په سپرلي کې ټول ګلان دي رنګ وهلي #

زه اغيار ته په پاخه کاڼي کم راغلم
 چې اوس خپل رانه تيريږي څنګ وهلي

 ما وعده د اميل هسې ورته ورکړه
 خبر نه وم چې ږلۍ، لونګ وهلي

 چې خمار ئې نه ماتيږي پوه پرې نه شوې
 ای ( وارثه ) دوې پيالو کې بنګ وهلي