خټک: پاکستان، له افغان کډوالو د نفرت کمپاین پر مخ بیايي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66788
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-26

خېبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر افراسیاب خټک د پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره په ناسم چلند تورن کړ. نوموړي په یوه لیکه کې چې د نېشن ورځپاڼې خپره کړې ویلي، په داسې حال کې چې د جون په شلمه نیټه په نړۍ کې د کډوالو ورځ نمانځل کیده، د پاکستان حکومت او د امینتي ځواکونو یې د افغان کډوالو پر ضد د نفرت خورولو کمپاین کاوه. خټک د پاکستاني چارواکو له لوري په ترهګرۍ د افغان کډوالو تورنول په کلکه غندي او زیاتوي، که تیرو څو لسیزو ته وکتل شي، نو ثابیتږي چې افغان کډوال په ترهګرۍ کې ککړ نه دي پاتې شوي، هغوی چې له جنګه راغلي او غواړي ارام ژوند ولري، څنګه په ترهګریزو پېښو کې لاس لرلی شي. نوموړي ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې امنیتي وضعه ښه نه ده، نو د جنګ نغارو وهلو، پر فرضي کرښه ستونزو او د افغان کډوالو په زوره شړلو فضا ډیره خرابه کړې ده، چې په وینا یې ددې ټولو کارونو ګټه به افغان طالبانو ته رسي.