کډوال وایي، پاکستان کې پرې فشارونه ډېر شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66794
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-26

پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي د تورخم له شخړې وروسته پرې فشارونه زيات شوي دي. دوی زیاتوي، وړاندې به یوازې پولیسو ځورول، خو اوس د عامو پاکستانیانو له خوا هم پرې هېواد ته د ستنېدو فشارونه ډېر شوي دي. افغان کډوال له شاوخوا دريو لسيزو راهيسې پښتونخوا او د پاکستان یو شمېر برخو کې اوسېږي، ډېر يې وايي اوس پرې فشار زيات شوی او اړ شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ دا مهال پاکستان کې پنځه نیم میلیونه راجستر او نا راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي. باید وویل شي، چې وروستیو کې له فرضي کرښې هاخوا پراته افغانان د پاکستان له لوري ترهګر هم بلل شوي دي.