عزیز: طالبان پر ښو او بدو ویشو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66799
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-28

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي، دوی لومړی طالبان پر ښو او بدو ویشي، چې وروسته به ښه طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي. د اردو پائینټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ سرتاج عزیز ویلي، که څه هم په اوسنیو شرایطو کې افغان طالبان د سولې خبرو ته نه دي چمتو، خو په وینا یې دوی هڅه کوي، چې “ښه” له افغان حکومت سره مخامخ کېنوي. هغه په ورته مهال ویلي، پاکستان په قبایلي سیمو کې د ځای پر ځای شوو پاکستاني طالبانو پر ضد د جدي اقداماتو پرېکړه کړې ده. باید وویل شي، چې پاکستان هغه طالبان چې د دغه هیواد په خاوره کې جنګېږي، بد خو هغوی چې په افغانستان کې جګړه کوي ښه طالبان بولي.