د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک،دوه ګوني متضاد چلند دریمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66805
سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2016-06-29

د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک،دوه ګوني متضاد چلند
د خدایي خدمتګار او د حماس تر منځ یوه پرتلېزه څېړنه
دریمه برخه

د جرمني توبینګن پوهنتون د سیاستپوهنې انیستیتوت
د توبینګن پوهنتون د نړیوال سیاست او د سولي پلټنې څېړنپاڼه
د جرمني د حبهارډ کارل پوهنتون د نړیوال سیاست، د سولې او کړکېچ څیړنې د نړیوالو اړیکو د مرکز څانګه
څېړنوال : ښاغلی میشایل هورترر
د تحریر هیات : ښاغلی توماس غوش
د څېړنې خپروونکی : ښاغلی اندریاس حزنکلیور او ښاغلی فولکر غټبرګر
ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

۳.۴.۴ د خدایي خدمتګار د مقاومت او د خپلواکۍ د مبارزې ستراتیجي
باچا خان په خپلو ویناوو کې د ستراتیجي په ټاکنه کې د مقاومت تر ټولو غوره او مهمه وسله هم تشریح کوي:


We will withstand with such weapon, with which the ,tyrants’ always met ruination. (…) that weapon is the weapon of ,Patience’. This weapon is Prophet Mohammed´s (peace be upon him) weapon. This is a tested weapon. (…) You should just think that there was such a time when the Mussalmans in the Holy Mecca were oppressed and the ,Kaffar’ practised tyrannies, in the same way as they are practised today. (…) The Holy Prophet told the disciples to be ,patient’. You would succeed by the weapon of ,Patience’.” (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 28f)

موږ به له دا ډول وسلي سره مقاومت وکړو، چې ظالم تل د اسویلي سره وکتل شي. دا وسله د صبر وسله ده. دغه وسله د حضرت محمد (ص) وسله ده. دا یوه ازمویلي شوي وسله ده. تاسو باید یواځې داسي فکر وکړي. داسي یو وخت و، کله چې په مکې معظمه کې پر مسلمانانو د کفارو لخوا ظالمونه کیدل، نن په ورته ډول په عین شکل سره ظالمونه عملي او تمرین کیږي. پیغمبر (ص) خپلو یارانو ته وویل، چې د زغم څخه کار واخلي، تاسو به د صبر د وسلې له لارې بریالي شۍ. ( دخان له خولې رامو په ۱۹۹۲ : ۲۸  پاڼه کې لیکي)
په همدې ډول خان هڅه کوله، چې په مکې معظمې کې د پیغمبر (ص) حالت او د پښتنو د اوسني ژوند حالت تر منځ یوه اړیکې رامنځته کړي او د خپلو هیواد ولو څخه غوښتنه وکړه، چې ځان په دې ډول کړنو کې تنظیم او عیار کړئ او څنګه چې محمد(ص) د خپل ژوند لپاره دا طریقه خپله کړي وه، هغسي کړنې تر سره کړئ. دا طریقه په دې دول وه، ټول کړاوونه، ټکلیفونه او ناوړه اعمال باید وزغمل شي، لکه څو موده مخکې د خدایي خدمتګار تحریک غړو او لارویانو د پښور په پیښه کې صبر او زغمل تر سره کړي وو  .   (۲۳)د خدایي خدمتګار غړو له پیله په همدې پرنسیبونو باندې عمل کړي دی. کوم څه چې محمد (ص) او د هغه یارانو او لارویانو په مکه معظمه کې د ظلمونو پرمهال په خپله پلې کړي وو.یعني مقاومت وکړئ، پرته له دې چې له تاوتریخوالي څخه کار واخیستل شي.
خان د اشغال په حالت باندې لکه چې خدای تعالی په قرآني آیایتونو کې انسانانو ته فرمایلي دي، هماغسي پوهیده او هماغسي عمل کاوه. ده به ویل، چې دا اوسنۍ حالات یا جګړې په پښتنو باندې تپل شوي، تحمیل شوي دي، موږ باید ثابته او مالومه کړو.
„whether we can keep our patience or not“ (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 97, vgl. auch ebenda: 108).
چې آیا موږ کولالی شو خپل صبر او زغم  وساتو او که نه .( د خان له خولې رامو لیکي په ۱۹۹۲ : ۹۷ او هم ښاغلی هبنده : په ۱۰۸ پاڼه کې لیکي).
په دې توګه اوس پښتانه دې ته را بلل شوي او دعوت کړل شوي دي، چې د محمد (ص) دسنتو بیلګې پلي او عملي کړي. څنګه چې پیغمبر (ص) په مکې معظمه کې خپل ژوند تیرکړي دی. کله چې تاسو خپل ځانونه په دې طریقه کې سم اعیار کړي، د تاسو سره به د خدای تعالی مرسته وشي او په دې باندې باور وکړي. ځکه، لکه یو مرسته کونکې خدمتګار د ناروغانو څخه لیدنه کوي.„a helper of one who observes patience“ (ebenda: 30)
هغه څوک چې صبر کونکي او صابر پاتي شي، د ده سره د خدای تعالی مرسته حتمي کیدونکي ده.
د کوم مذهب لارویان چې په دې ډول ټینګ هوډمن صبر کوونکي پاتي کیږي، د بل دلیل او استدلال راوړلو لپاره هیڅ یو بل رول نه پاتي کیږي او نه بل رول لوبول کیږي. د خان په خبرو کې نوره شک نشته او دی شک کولو ته هیڅ ځای نه پریږدي، په دې ډول سلوک کې د عدم تشدد کړنې شاملي دي او شتون لري .
 

„This weapon with the help of which you can make your country free and put an end to its Foreign Government is patience. Understand? It is non-violence. It is quite wrong to think that there is only one method of fighting. This thought is quite absurd. Just look at history. […] Brothers this fight of non-violence and patience is such a fight that no Government has ever been able to hold her own in it. And neither can it do now.” (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 64f)

٬٬ د دغې وسلې په مرسته تاسو کولای شي خپل هیواد آزاد کړي او دا بهرنۍ حکومت پای ورسوي، دا وسله د صبر وسله ده، پوه شواۍ؟ دا عدم تشدد دی. دا خو بیخي ناسمه خبره ده که فکر کوي، چې د جګړې یواځینې میتود شته،دا هم متذل او پوچ فکر دی. یواځې تاریخ ته وګوري .... وروڼو د عدم تشدد او زغملو دغه جګړه داسې جګړه ده، چې دولت نه دی توانیدالې په خپله یې تر سره وکړي. اونه دا اوس لري ٬٬. ( د خان له خولې رامو په ۱۹۹۲ کال : ۶۴ پاڼه کې لیکي).
الهي وړاندوینې، د پیغمبر (ص) تجربي او همدارنګه تاریخ موږ ته را زده کوي او داسي ښکارندویي کوي، چې د عدم تشدد میتودونه بریالتوب ته لاره خلاصوي. څوک چې د عدم تشدد څخه لاس په سر شي، دی له دې امله د الله تعالی د فضل، رحم او مهرباني څخه بې برخې کیږي او خپل بریالیتوب له ګواښ سره مخامخ کوي. ځکه خان په ډګر او ویښه توګه علانوي، څوک چې د غورځنګ په دننه کې تشدد تبلیغوي او یا ورته لارښوونه کوي، د هغه سړی سمدستي ممانعت کیږي او فوري له غورڅنګ څخه ایستل کیږي .
 ) vgl. ebenda: 108)  (vgl. ebenda: 3
د خان مفکوري او عقیدې په بنیاد د بریالیتوب لپاره پریکړې هلې ځلې او منډې تړلې یوارې د الله تعالی د خوښې چلند او الله (ج)ته د ښو اعمالو له لارې تر سره کیدای شي. اما دا خبره هیڅکله نه یو ولس او نه د یو مذهب لارویانو پوري تړاو لري.
د خان د عقیدي او مفکورو په اساس پښتانه مجبور دي، پر ځان د صبر زغملو تیرولو په بهیر کې ان تر دې حده پوري چمتو واوسي، چې خپل ژوند تر خپلواکۍ او آزادۍ قربان کړي. لکه څنګه د خدایي خدمتګار غورځنګ د مرامنامې د لوړې په متن کې هم دا شان شتون لري. د خدای خدمت دا مانا هم لري، چې د عدم تشدد پرنسیبونه باید تر مرګه یا ورستۍ سلګي پوري تعقیب کړل شي. له دې سره دی د خدای تعالی په لاره کې مرګ ته یوه با عزته مانا ورکوي او ور باندې تاکید کوي(vgl. edenda: 30)
همداسي شان شهادت تل د عدم تشدد سره د یوې ضروري یا امري کړنې په حیث د نږدې نه په اړیکه کې پاتي کیږي. د خان په اند، هغه کسان چې په دې لاره کې تللي او یا د دې لارې څخه اطاعت کوي، د دوی پرمخ د جنت لاره یا دړه خلاصه ده.
سربیر پردې خان په خپلو ویناوو کې انګریزي نیواکګرو ښکېلاکګرو ته جوتوي، چې دی هر وخت یو سوله  ییز حل او سوله اییز جوړجاړي ته چمتو دی..
„I say that if he [Firangi,.] makes peace even now, we are ready.“ (Khan, zitiert nach Ramu 1992: 28)
"زه وايم چې که هغه( پیرنګي) اوس سوله کوي، موږ ورته چمتو یو. ( د خان له خولې را مو په ۱۹۹۲ کال  : ۲۸ پاڼه کې لیکي )
سولې ته د خان چمتووالې او ژمنتوب د یو تړون پر بنسټ په دې عقیده او اساس ولاړ وو، لکه څنګه چې محمد (ص) د یهودانو، عیسویانو او مشرکانو سره د سولې او روغی جوړي یو تړون تر سره کړي وه. د خان په وینا کې. له همدې کبله مسلمانانو ته دعوت ورکړل شوي دی، چې د اسلام د پرمختګ لپاره او د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره دا ډول ژمني،پریکړي او تړونونه تر سره کړئ. (vgl. ebenda: 55).
په ټولیزه ټوګه په دې ډول خبرو اترو او ویناوګانې کې په ښکاره او روښانه ټوګه له ورايه پر عدم تشدد یا عدم خشونت باندې اعتراف کیږي او همداشان اساسا ًپه صراحت او ښکاره توګه خان د زړه له اخلاصه په ریښتني توګه روغي جوړې او ژمنو ته ژمن بریښې.
دواړه پرنسیبونه په مستقیم ډول د پیغمبر (ص) د زمانې د کړنې سره په ورته حالاتو کې توجیه کیږي. بریالیتوب ته هیلمنتیا په واضع دقیقوکړو وړه کې تر سره کیږي، داسي هم نه ده چې د یو خاص مذهب لارویانو پوري محدود شي. له دې کبله د مقاومت په مبارزه کې د ستراتېجۍ د ټاکنې په بنسټ کې یو شمیر جهانشموله عنصرونه لیدل کیږي او شتون لري.
له دې سره په دې تحقیقاتي شننیزه تحلیل کې وښودل شوه، چې د خدایي خدمتګار غورځنګ په بنسټ کې په یوه جګه نړیواله کچه جهانشمولیت شتون درلود. او دوی د جهانشمولیت پوهاوي، د کړکیچ په موضوع کې او د کړکیچ د مخالفینو په درکولو کې او همدارنګه په پای کې د مقاومت د توکو په ټاکنه کې ښودلو ته وړاندې کیږي او رابرسیره کیږي.

 
۴ .۵ د کړکیچن په حالت کې د خدایي خدمتګار غورځنګ چلند
لکه څنګه چې مخکې تشریح کړل شول، پښتنه ټولنه کې د خدایي خدمتګار غورځنګ د جوړښت نه مخکې تاوتریخوالي شتون درلود. د خان د عدم تشدد ویښوونکی ټینګه دوامداره چیغه یا نعره، د خان د عدم تشدد د غوښتنواو پایلو مطابق د پښتنو په دودیزه فکر کې، د پښتنو د کړنو ځانګړي بیلګې او چلند تر پوښتني لاندې راوستل شو او ورسره پښتنه ټولنه هم وننګول شوه. خان د دې اړینو توکو لپاره تاسیساتي مرکزونه رامنځته کړي وه.خلکو ته پکې صبر، زغم (patience)او له تشدده پرته د لاریوننو ښوونه او  روزنه ښودل کیده او په ځانګړي ډول به مشق او تمرین کیدل. پښتنو په دې مرکزنو کې د سیاسي او مذهبي سبقونو زده کړو کې برخه اخیستله. سپورتي لوبې ترسره کولي،د پاکۍ او صفایۍ چارې تر سره کولي او ټولنیز کارونه تر سره کول، کالی او جامی ګڼدل او اوبدل. دا ټول تمرینات او جدي روزنه په یو خاص نظم او ډیسپلین کې ترسره کیدل. په دې روزنیزه مرکزونو کې رضاکارانو پر خپلو عاطفي احساساتو باندې کنټرول حاصلولو او د نویو وسایلو له لارې ښوونه او روزنه ترلاسه کوله. څو دوی څنګه د یوې اغیزمنې پوهې له لارې په یوه روانه تاوده شخړه یا کړکیچ کې تشدد او تاوتریخوالي ته ونه پاروال شي. دوی ته په دې ترینګلي شدیدو حالاتو کې لومړیتوبونه لکه ټولنیزې چارې ستره مانا درلوده. په ځانګړي ډول لکه د زاړویا بوډاګانو او ناروغانو پالنه او همدارنګه د تعلیمي فعالیتونو څارنه کیده. (vgl. Banerjee 2000: 73ff)..
په دې رامنځته شویو بېلابېلو جوړونکي روزنیزه تربیتي پروګرامونو او مرکزنو کې ګڼ شمیر راز راز فورمونه د لاریونونو او د عدم تشدد یا پرته له تاوتریخوالي ترینینګونو عملي ډولونه ترسره کیدل. په ځانګړي دول هغه ټولنیز فعایتونه په کې تر سره کیدل، په کومو کې چې د دوی اتکا پر برتانوي استعماري نیواکګر ځواک باندې کمیدل موخه وه. د بیلګي په ډول لکه د خپلو جامو یا کالیوګڼدل، اوبدلو او له دې لارې به  د برتانوي مالونو د بایګاټولو هڅه کیده، په زیاتیدونکي ډول یو بدیل د خپلو اقتصادي جوړښتونو لپاره وه، څو د نیواکګر ځواک اقتصاد ته اړ نه اووسي. سربیره پردې د خدایي خدمتګار غورځنګ په ټاکنو کې د ګډون هوډ وښود، د ماليه ورکولو څخه ډډه وکړه او د عامه موسیساتو بایګاټول لکه حقوقي ادارې، دوی له دې لارې خپلي محکمې خپلواکه کولي. له همدې لارې به هم خپل مقاومت ته دوام ورکاوه او هم خپلو لاریونونه په عامه ټوګه قانوني رسمیت ورکولو، په داسي حالت کې به دوی د خپلو مارشونو او لاریونونو لړۍ تر کلیو او بانډو پوري رسوله او هلته به یې خلک د خپل مقاومت لپاره چمتو او سمبالول. (vgl. ebenda: 91ff)
د پښتنو خپله ستره خپلواکۍ، خودمختاري یا خودارادیت او د دوی پراخ وسیع بنیاده، ټینګ او اوږد مقاومت په وړاندې له بل اړخه پښتانه د انګریزانو د متقابلو جنګي اقداماتو او پراخو پایلو سره مخامخ شول. د پښتنو په وړاندې د انګریزانو غبرګونیزه پروپاګنډه پيل شوه، د پښتنو سره سیاسي سیالي او همداراز د دوی پوپنا کول پیل شول: انګریزانو هڅه کوله د سیاسي او مذهبي پروپاګنډې له لارې، د خدایي خدمتګارانو او د هندې برلاسي کنګرس ګوند ترمنځ یو درز رامنځته کړي او انګریزانو د خان په وړاندې په کور دنننه اسلامي مخالف اپوزیسیون ورته پیاوري او ځواکمن کړو. (vgl. ebenda: 103ff)
کله چې پښتونخوا د ۱۹۳۰ مو کالونو را هیسې د ښارواليو او سمه ییزو ادارو واک لپاره یوه محدوده اندازه حق یا رښته تر لاسه کړه او دا مهال د خان د ورور ګوند د ښاروالیو په خپلواکه اداره کې یو ځواکمن بر لاسي ځواک ګرځیدلي وو  .(۲۴ ) د برتانويانو اشغالګر ځواګ د مسلم لیک سره په سیاسي او مالي برخو کې په ډیره لوړه کچه کې مرسته او همکاري وکړې. پرته له دې چې د پښتونخوا د اکثریت په اړیکو کې دپام وړ پریکنډه بدلون راوستل شي. ( vgl. ebenda: 175 )
د خدایي خدمتګار غورځنګ په وړاندې د انګریزانو کلک،سر ټکونکي او ځپونکي اقدامات لا شدید څرګند نوره ډیر شدیدشول، چې په دې لړ کې په لویه کچه بندي کول یا توقیفول ترسره شول، سوله ییزه لاریونه په زور او ظلم سره، د دتشدد ډکو اعمالو په تر سره کولو سره پای ته ورسول شول او په دې بهیر کې د تحریک ځښت ډیر غړي ووژل شول   ( ۲۵ )همداسي اجباري کارونه، په مذهبي او کولتور برخو کې د خلکو بې عزتکول، تحقیرول، ذلیلول، په خلکو باندې په زور او اجبار کارکول، جزیه یا بونګه اخیستنه، شکنجه کول، د زور له لارې فحشا ته مجبورول، جنسي تېرۍ او دې ته ورته نور اجراعات او اقدامات د انګریزانو د اشغالګر ځواک لخوا د پښتنو د ډارونې یا ویره ونې، غلي کولو او تابي کولو لپاره وکارول شول. (vgl. ebenda: 111ff) 
پښتونخوا کې د انګريز استعماري نیواکګر ځواک ناوړو عملي کړنو ته په کتو سره او د دوی دا ډول یرغلیزه تیرۍ، له کرکې او نفرته ډک چلندونه او د انګریزانو د د تشدد یوه بیساري بڼې په وړاندې که چیري پښتنو د مقاومت او شخړي حلولو په بهر کې د انګریرانو په څیر له تاوتریخوالي څخه کار اخیستلي واې، دا یوه حیرانونکي خبره نه بریښېده.
تر اوسه په ټولو تر لاسه شویو نسخو او لاسوندونوکې، چې د پښتنو د تیرمهال پاڅونونه او مقاومتونه په کې پلټل او څیړل شوي دي، د دوی دودیزه جګړه ییزه غریزه (...) بدل دی او دا جګړیزه غریزه په بدل کې رفع کیږي .   ( ebende 121 )  پښتانه سره د دې بیا هم د عدم تشدد لوړې  ته یا د قسم پرنسیب ته وفاداره او ژمن پاتي شول. که څه هم ځینو په انفرادي ډول داسي اعتراف وکړ، چې د دوی لپاره دا لار تل کومه اسانه لار نه وه. په ځینو انفرادي مواردو او قضیو کې لاس او ګریوان کیدل یا برتانوي سرتیري په ډبرو ویشتلو راپورونه ورکړل شوي دي،هغه هم په استثنایی مواردو کې. د کړکیچ په حلولو کې د تاوتریخوالي په فورمونو کې د ډیر لږ دتشدد له شددت څخه کاراخیستنه شوي دی.
ښاغلي بنرجۍ په دې توانیدلي او پتیلي، چې دا ډول ځیني ښوییدني یا د ښځو او یا د ډیر ژر تاودیدونکي یا خون ګرمه ځوانانو له خوا تر سره شوي دي. په تیره بیا له هغو کسانوڅخه تر سره شوي دي، چې دوی د خدایي خدمتګار غورځنګ د ښونې او روزنې مرکزونو ته نه وو تللي، یا په روزنیزه مرکزنو کې لږ موده روزنه لیدنه. (vgl. ebenda: 122f)  لیدلي وه دا د هغي څه څرګندونه کوي، چې ښوونه او روزنه څومره د عدم تشدد د مقاومت په بریالي تطبیقولو یا پلې کولوکې خورا مهم اهمیت او ارزښت لري.
د ټولو سر چینيو په حواله بې له مخالفي رایې څخه په ګډه سره په یوه خوله او په یو اتفاق سره ویلي شوي دي، چې د خدایي خدمتګارانو له خوا په لوړه کچه تشدد یا تاو تریخوالی هیڅ نه دی کارول شوي او خدایي خدمتګارانو په دامداره او پرلپسې توګه په تینګه اراده د هر ډول وسلو کارولو څخه  صرف نظر هم کړي دی.
د خدایي خدمتګارانو د عدم تشدد مبارزه هغه مهال په جدي توګه له سترو ننګونو سره مخامخ شوه، کله چې په ۱۹۴۶ کال د اګست په میاشت کې پر دوی د مسلم لیک لخوا له تشدده او خشونت ډک بریدونه پیل شول. دا بریدونه ډیر ژر د هند ټولي نیمې وچې ته په خپریدو شول .کله چې د مسلم لیک او هندي ملتپالو جنګیالیو تر منځ جګړه پیل شوه، په پښتونخوا کې غیر مسلمان لږکې د ګواښونو سره مخامخ شول، دا لږکې د بې وسلې خدایي خدمتګارانو له حمایت او ساتني څخه برخمن شول. (:vgl. Easwaran 1984: 175; Tendulkar 1984407).
د تشداو تاوتریخوالی په خپل قوت، شددت او زور سره په زیاتیدونکې ډول روان وو. د جګړو په بهیر کې د مسلم لیک له خوا د خدایي خدمتګارانو غړي هم ووژل شول.
په همداسې یو وضعیت کې د باچاخان زوي غني خان د ځلمي پښتون غورځنګ ډلې بنسټ کیښود. دا ډله په دې موخه جوړه شوه، چې د خدایي خدمتګار له غړو سره په خپل مامویت په دوران کې د وسلو او د زورکارونې له لارې ملاتړ وکړي. یو شمیر پښتانه ځوانان د ځلمې پښتون له ډلې سره یو ځای شول، په داسي حال کې په ښکاره ډول د پښتنو ځوانانو ستر برخه د خدایي خدمتګار له غورځنګ سره پاتي شول. دوی همداسي په دوامداره توګه د عدم تشدد له لارې خپل مقاومت ته د یو متحد ناویشل کیدونکې او خپلواک هند د پاره مبارزه کوله . (Vgl. Tendulkar: 418; Banerjee 2000: 186 f)
په عین حال کې یو ناڅاپه او نا ببره پښتانه او د خدایي خدمتګار غورځنګ د یوې سیاسي زلزلې سره مخامخ شول. د ګاندې او د خان د رایي په وړاندې د هند په کانګرس ګوند کې د ورستي اخو ډب او بلوا له امله دا نظر برلاسي شوه، چې دا تاوتریخوالی یواځې د هند د نیمې وچې د ویشلو له لارې په دومداره توګه کنټرول لیداې شي. په دې اساس په نتیجه کې د کانګرس ګوند د مشرانو له خواد    Mountbatten- Plan   ومنل شو .
د دې پلان له مخې د هند د نیمې وچې ویش په دوو دولتونو کې هند او پاکستان په نامه په پام کې نیول شوي وو . (۲۷)د پښتونخوا وګړي باید د یوې ټولپوښتني یا ریفرنډم له لارې پریکړه وکړي، چې دوی په پښتونخوا کې د هند یا پاکستان سره یو ځای غوښتل غواړي    ( ۲۸) د خان په اند پښتانه د ګانګرس ګوند د مشرتابه او رهبري له خوا٬ د لیوانو په خوله کې ورکړل شول.٬ . (Khan 1969: 204) خان لیکي,
دغي ټولپوښتني خدایي خدمتګار غورځنګ ته د قناعت وړ حل نشو چمتو کولي   (۲۹). د خدايي خدمتګار غورځنګ د بایکاټول سره ډیر لږ شمیر خلکوپه دې ټولپوښتنه کې ( د پښتونخوا د لسو سلني څخه لږ و ګړو ) برخه واخیسته. د دې لسوسلنه خلکو څخه ۹۹ سلني پښتانه پاکستان پوري اړه درلودلو غوره وبلل.
دا چې پښتونخوا د پاکستان یوه برخه شوه. خدایي خدمتګار غورځنګ د ویښ تر پایه عدم تشدد ته ژمن ياتي شو. خو په پاکستان کې دغه تحریک ژر تر ژره منع اعلان کړل شو. د تحریک ټول مشران له حده ځښت ډیر د بند په سزا محکوم کړل شول.
په ۱۹۶۴ کال کې کله چې پاچا خان له بنده خوشي شو، خان پریکړه وکړه، د پاکستان څخه نور ووځي او په افغانستان کې خپل ژوند ته دوام وکړي. چیرته چې دی په ۱۹۸۸ کال کې د ۹۸ کلن عمر کې ومړ


.
۴ .۶ د څېړنې د لومړني برخې پایله
د تر سره شویو څېړنیزو تحلیلونو ورسته د خدایي خدمتګار غورځنګ په نړیواله لوړه کچه یو جهانشموله ِغورځنګ پیژندل کیږي.. د دوی دا جهانشمولیت د کړکیچ موضوع او د کړکیچ د مخالفینو په اړه لیدلوري تر خپل اغیز لاندې راوستلي دی. د جهانشمولیت یا نړیوالتوب له لارې خان غوښتل، چې خپل پلویان او خپل لارویان لکه په مکې معظمه کې د پیغمبر (ص) د کړنو په څیر پرته له هر ډول تاوتریخوالی څخه خپل مقاومت تر سره کړي. دا هغه لار وه، چې دې غورځنګ د څه باندې یوې نیمې لسیزي په بهیر کې د یوڅو انفرادي استثناوو پرته، په ټینګه اراده، په پرلپسې او دوامداره توګه په ډیرو پیڅلو حالاتو کې پرته له تاوتریخوالي او تشدد د خپلواکي په مقاومت کې برخه اخیستلي ده. په دې توګه د خدایي خدمتګار تحریک ته د کړکیچ په حلولو کې په یوه لوړه کچه د عدم تشدد عمل ور په برخه کړل شوي دی. که بیا هم دا ناشونې وي،چې د دواړو متغیراتو ترمنځ بي له شکه یو ارتباتي تړاو نه رامنځته کیږي . بیا نو همدا ډول د محتویاتو لنډ لیک په ۳.۲ نمبر شمیره کې دا تمې فورمولبندي شوي دي. په دې اساس کله چې د یو غورځنګ په بنسټ کې جهانشموله پوهاوي شتون ولري، څه شي چې په ډیر قوي احتمال سره عدم تشدد یا تاوتریخوالي پرته کړکیچ ته د حل لار موندل رابرسیره کولالی شي. د دې خبرې ثبوت ته په دې لومړني قضیه کې او د دې سره د سترو متحولونو بیان ته او د پیښو حلولو ته ورسیدو.

د دریمي برخې پای


ژباړڼ : . کله چې د خدايي خدمتګارانو او د پښتنو ننګيالو ځلميانو د لر او بر يو افغان شعارونه د پيښور په چوک يادګار کې، د خيبر او توخم په لاره  کې ورکول،د اسلام اباد پوځي دیکتاتورانو او پنجابي منافقو جنرالانو د ساړۀ جنګ په مهال خدایي خدمتګاران یا سرخپوشان یې لويديځ او امريکې ته د روسانو مخته راليږل شوي استازي او ګوډاګي په څیر ورپيژندل.
ځیني خلک بیا حیران دي او نه پوهیږي، چې باچاخان څنګه دومره پښتانه د عدم تشدد په لاره روان کړل. او ځیني خلک بیا داسي ګمان کوي، چې باچاخان د عدم تشدد فلسفه او تګلاره د مهاتماګاندي څخه خپله کړي ده. دا ټول یوغلط فکر او ناروا برداشتونه د یوي ریښتنې مبارزي په اړه،چې  د څه  باندې یوې نیمي لسیزې  خپل مقاومت ته  دوام ورکړو . د مهاتماګاندي خپله هندي فلسفه وه او ګاندې جۍ  تر اخره د عدم تشدد په  لار کې و نه درید.  د باچاخان د عدم تشدد فلسفه یوه اسلامي جهانشوله فلسفه وه. د جرمني محققینو او پوهانوپه خپله ژوره تحقیقاتي شننیزه څېړنه کې موندلي او ثابته کړي ده، چې خان خپله د عدم تشدد او آزادي غوښتونکي سوله ییزه مبارزه د پیغمبر (ص) د سنتو په پل او طریقه کې پیل کړي ده. د لوی هند او د لوی افغانستان د خانانو خان باچاخان د عدم تشدد وسله د محمد (ص) د صبر او زغم ازمویل شوي وسله وه. باچاخان یو ریښتني نه هیریدونکي بې وسلې جهانشموله مسلمان افغان مجاهد دی. الله (ج) ته په روی د محمد (ص) او د روژي مبارکي میاشت د یوویشتمي په برکت خان ته او د خان لارویانو ته جنت فردوس په نصیب وګرځوې. آمین