د روژی نه د صبر او استقامت د زیاتوالي درس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66842
ترجمه: عمرحامد
دخبریدو نیټه : 2016-07-05

لیکونکی: حنا موریس

روژه هغه مبارکه میاشت ده چی مونږ ته دا موقع راکوي چی خپل ایمان تازه کړو او خپلو غلطیو او کمزوریو باندی غور وکړو. روژه موږ سره مرسته کوي چی خپل صبر او استقامت نور هم زیات کړو. دا میاشت موږ ته دا پیغام راکوي چی زموږ په ژوند کی باید بي صبري نور ځای ونلری  ځکه  هر هغه څوک چی د اسلام د اصولو په اساساتو ژوند کوي صابر او قانع وي. صبر په قران مجید کی ۵۰ ځله ذکر شوی دی چی ددی نه یی موږ د اهمیت پته لګولی شو. د قران په ۲:۱۵۳ کی راغلي دي: ای مومنانود الله نه د لمونځ او صبر له لاری مرسته وغواړی. بیشکه چی الله ج صبرکونکو سره دی.
الحمدالله  ! پر اسلام عمل کول  صبر او استقامت غواړي او د روژی مبارکه میاشت موږ ته دا موقع راکوي چی خپل صبر زیات کړو او ځان کی استقامت راولو. د روژی مبارکه میاشت د صبر د میاشتی په نوم هم یادیږي. دا هغه میاشت ده چی موږ ته پکی موقع راکول کیږي چی خپل تړاو الله ج سره زیات کړو. داسی هم ویل شوی دي چی روژه نیول نیم صبر دی ځکه چی پدی میاشت کی موږ د الله ج امر چی روژه نیول دي په ځای کوو. د روژی نیولو سره موږ د خوراک او څښاک نه پرهیږ کوو او هغه تکلیف چی د خوراک او څښاک په نه کولو موږ ته رسیږي صبر کوو.
په روژه کی موږ هڅه کوو چی د غیبت او دروغو او نورو هغه عملونو نه  چی الله منع کړي دي سخت پرهیزوکړو. دا عمل موږ سره مرسته کوي چی ځان په نورو ورځو کی هم ددی ناروا اعمالو نه وساتو.  د ښو اعمالو په کولو او د غلطو اعمالو نه په ځان ساتنی موږ په ځان کی دا قدرت پیدا کوو چی خپل صبر ته قوت ورکو او د کال په نورو میاشتو کی هم په خپل استقامت ودریږو.
د صبر ذهنی او روحی ګټی:
ډیرو تحقیقاتو دا ثابته کړی ده چی صبر خورا زیاتی روحی او ذهني ګټی لري. صبر کول ددی سبب ګرځي چی موږ خپل احساسات او خپل فکر کنټرول کړو. صبر موږ سره مرسته کوي چی په ځان مو باور زیات شي، په شخصیت کی مو استقامت راشي چی له امله یی په ټولنه کی د ښه احترام وړګرځو. تحقیقات ښیي چی په ماشوموالی کی ښه تربیه او دسپلین ددی سبب ګرځی چی ماشومان د ښه شخصیت او د ښی راتلونکی خاوندان شي. تحقیقات دا هم ښیي چی بی صبري د  روحي فشار، ذهني ناروغتیا، دوینی د لوړ فشار، او د زړه د ناروغیو سبب ګرځي. بی صبري او د هغی سره تړلي حالتونه د کورنی د نورو غړو او دوستانو د نارامتیا سبب هم ګرځي.
څنګ د دوامداره صبر خاوندان شو؟ لکه څنګه چی مو ولوستل صبر دهر لحاظ نه انسان لپاره ګټور عمل دي. صبر موږ ته  دا رازده کوي چی په ناخوالواو ستختیو  کی خپل ذهن ارامه وساتو او ژوند ته په مثبت انداز وګورو. په کو چنیانو کی د صبر پیداکول په ټولنه باندی ډیره ښه اغیزه لري ځکه په ټولنه کی ډیری ناخوالی او جنایتونه د  صبر د نشتوالی به امله او په انتقامي ډول ترسره کیږي. ددی سربیره صبر کول د ذهني ناروغیو نه مخنیوی کوي چی په خپل وار د کورنیو د هوسا ژوند او صحی مصارفو د سپماوي سبب ګرځي. ددی پر څنګ کی که ښځه او خاوند صبر ولري او یو بل سره په صبر سره ژوند وکړي نو د طلاق کچه به په ټولنو کی ډیره ټیټه شي ( د تیري موفیت تحقیق).
او تاسو به خامخا په مال، په ژوند باندی امتحانیږی. او تاسی به د کتاب د خاوندانو او د کفارو نه داسی څه اوری چی ستاسو د خپګان سبب به ګرځي. خو که تاسو صبر سره عمل وکړی او الله ج لپاره عمل وکړی (تقوا سره) دا ستاسو د عزم ښکارندویه ده  (قران مجید ۳:۱۸۶)

الحمدالله!  الله (ج)  موږ ته د حل لاره راښودلی ده چی څنګه د ژوند د ناخوالو سره مقاومت وکړو او څنګه خپل ایمان قوي وساتو. لکه څنګه چی پوهیږو صبر د الله په نظر یو غوره عمل دی نو راځی چی په لاندی لارښودونو غور وکړو:
ځان باید په ښه کارونو کی بوخت وساتو. دی سره وخت ښه تیریږي
د ناخوالو په وخت کی باید د صبر او شکر نه کارواخلو او دهغو کسانو په هکله فکر وکړو چی په سختو حالاتو کی ژوند کوي.
د قران په هغه ایاتونو غور وکړی چی د صبر ذکر پکی شوی دی. په دی ایاتونو کی ډیر سبقونه پراته دي
د الله ج نه د صبر غوښتنه کول: هر هغه څوک چی الله ج نه صبر غواړي الله ج ورته صبر ورکوي. ددی په څنګ کی په کار ده چی ځان سره مثبتی خبری وکړو
په یاد وساتی چی تاسو د خپلو اطرافیانو لپاره یو مثال یاستی. ستاسی عمل ستاسی په کورنی او دوستانو خورا زیات اثرلري.
هغه اسباب وپیژنی چی ستاسی د خپګان باعث ګرځي او له هغه حالاتو نه مخنیوی وکړي چی ددی اسبابو د رامنځته کیدو سبب ګرځي.
کله چی تاسو د ناسمو او د خپګان د پیداکونکو حالاتو سره مخامخ کیږی نو اوږده ساه وباسی ، حقیقت ومنی او ځان په ګټورو کارونو باندی بوخت کړی لکه د قران مجید اوریدل او په ذکر ځان بوختول.
د خپلو کارونو په سمه پلان کول ډیر ضروري دي. ددی سره به تاسو ته پته ولږیږی چی د یاد شوی کار لپاره څومره وخت په کار دی، چرته تګ لازم دی او چا سره کتل په کار دي. دا هم پلان کړی چی د روژی د مبارکی میاشتی په دوران کی کوم کارونه غواړی ترسره کړی. د قران مجید تلاوت کولو ته پلان جوړ کړی چی د ورځی باید څو سپاری او سورتونه تلاوت کړی او د معنی نه یی ګټه پورته کړی.
هیله ده چی د روژی میاشت کی تاسو په ځان کی د صبر او استقامت د زیاتوالي لپاره کار وکړی او الله ج دی تاسو ته د ښه اعمالو توفیق درکړي.