ډاکتر شربت الله پیچکاري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66868
توریالی ملیار
دخبریدو نیټه : 2016-07-10


مریضي زور شوه نور نه کېده ماوې ډاکتر راګورئ، یوه راته کړل ډاکتر شربت الله ته ورشه، ماوې کوم شربت الله وې هغه تلویزیونو او راډیو ګانو کې چې مرکي کوي سيي ډاکتر دی، پوهاند دی او استاد کل دی.
ماسپښين ورغلم، ایله ۸۸ نومره په لاس راغله، تر نوبت رسیدو مې بیا لږ د ملګرو دوستانو پوښتنه وکړه چې تیاره ماښام شو بیا یې کتنځي ته ورغلم، د ماخوستن اذانونه کېدل چې نوبت راغی.
چې ورننوتم، اول مې ځان ور معرفي کړ ما وې مطبوعاتي یم، شاعر یم، لیکوال یم، ژورنالیست یم، خبر یال یم، ویاند یم، څيړونکی یم، ممثل یم، پروډيوسر یم، ډایرکټر یم، نرېټر یم، اډېټر یم او همداسې نور ټر ټر یم.
له دومره یم... یم.. سره بیا هم دی راته چندانې یم... نه شو او نه یې زما خبرو ته چندانې پام و، یوازې خوله یې لږ جینګه کړه او له دې سره نو زه پوه شوم چې ډاکتر صاحب وخت نه لري، دستي مې د مرض سټوري ورته را واخیسته، سټوري مې نیمايي ته نه وه رسولې چې نسخه یې ولیکله، را یې کړه او راته کړل یې چې دوا دې بیرته را وړه.
زه چې راوتم نو په پیاده یې غږ وکړې وې څو کسان پاتې دي، پيا ده ورته وویل ډاکتر صیب تر ۱۱۸ مې، نومرې پورې خو شته، ډاکتر شربت الله ورته کړل وې دوه دوه راوله- لږ مې قدم ونیو ما وې دا دوه دوه به نو څنګه معاینه کوي، خو ناوخته وه او دواخانې ته ورغلم د دوا پنډه مې چې را سره را واخیسته او کتنځي ته ننوتم، نو ګورم چې شربت الله په یوه وخت دوې نسخې لیکي مخامخ ورته دوه ناروغان څنګ پر څنګ ناست دي، هغوی خبرې کوي او دی ورته په یوه وخت دوې نسخې لیکي- چپ راست.
حیران شوم ما وې دا دی استعداد ته هم ځان ته ژورنالیست، لیکوال او... وايې دوه ناروغان په یوه وخت د مرض له زندۍ خلاصوي دې ته وايي ډاکتر پیلپوس.
دغه ناروغان چې پورته شول او دوه نور ورته راغلل تر څو چې کیناستل د نسخو لیکل یې ورته پیل کړل، ما وې دا څنګه کار شو لا ناست نه دي او خوله یې چوله کړې نه ده مګر طبیب یې په رنځ پوه شو، بیا مې چرت وزغلاوه چې استاد کل دی نو، د ناروغ له سترګو او پوندو په لس مترۍ کې مریضي پیدا کوي او که ولي د وخت وي هم ودې شي او بله دا چې علم نجوم خو یې په لس کلنۍ کې هم نصوار نه و.
ما ته یې پام شو، چې دوا مې ورته راوړې، وې د دوا خلطه دې پورته ونیسه د دوا پنډه مې چې پورته ونیوه دواړه قلمونه یې څو ثانیې ودرول او راته کړل یې دوا سیي ده خوره یې، پيچکارۍ وکړه او اونۍ پس بیا راشه.
تر څو مې چې پوښتنه کوله پیچکارۍ د رګ دي که د غوښې پیاده کیڼ ګېرس کړم او په دهلیز کې یې پيچکاري په رګ کې راچوخ او داسې یې پمپ کړه ته وایې د پلار دوښمني یې را سره ده، پنځوس روپۍ یې را نه واخیستې وې ورځه.
چې را وتلم ډاکتر شربت الله پياده ته غږ وکړ وې ته ورشه سپين ږیري مریضان رخصت کړه ځکه چې فشار کتل ډیر وخت غواړي ځوانان راوله پیچکارۍ به هم ورته لیکم، د پیچکارۍ له خبرې سره د پیاده ټنډه وغوړیده، پوه شوم چې د ده مړۍ په پیچکارۍ کې غوړیږي.
زاړه بیچاره ګان کړوپ کړوپ او زنګیدلي ووتل او ځوانان تداوۍ ته پاتې شول.
کور ته چې ورسیدم ډاکتر شربت الله پيچکاري ژوندی له تلویزیون سره ګړبیده وې علم دا وايي، طب هغه وايي، تداوي داسې کیږي او سړی هسې مریضیږي، د ډاکتر تعهد دا دی او د مریض حقونه هغه دي، هیواد پالنه دې ته وايي او له مریضانو سره مرسته دې ته وايي، خلکو ته مې دا ګټه رسیږي او مریضان داسې رغیږي، بس چې څه سپیڅلي مډالونه په ذهن کې ورتلل په خپلو مټو یې ټومبل.
تر ده پاک، پوه، عالم ژمن، زړه سواند، وطن دوست، مینه پال سړی د ځمکې پر مخ نه و، بله اونۍ چې ورتلم د سړي مریضان څلور چنده شوي وو دا وار یې نو په پښو هم د نسخو لیکل تجربه کول.