پښتنواله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66869
یوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2016-07-10

پښتنواله
نه څه فکر نه احساس لري په سر کـې
څوک به دا ړانده کاڼه لږ راخـبر کـي
سـمنـدر د عقـلمنـو کې را لـوي شـول
سره ګلـونه لـټـوي په وچ کـمر کې
په خپل کورلکه زندان د بل اسـیـروي
بې ویزې يي دروي د کورپـه ور کې
خپلـواکي د انسانـیـت حـیـا پـرده ده
څوک به دا پرده پړونی ورپه سرکي
د کاله په منځ يي کرښې ورته کړي
بلې خوني ته چې ځي تالاشي ورکي
پښتنواله را ژوندۍ کړه خدمتګاره
چې پښتون له دې حالته را بهر کي