پاکستاني وګړي نور د لاترۍ له لارې امریکا ته نه شي تلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66948
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-24

امریکا ته د لاترۍ له لارې د پاکستاني وګړو پر ورتګ بندیز ولګېد. اکسپریس ټربیون ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د قوانینو له مخې هغو هېوادونو ته دا امتیاز ورکول کېږي چې په امریکا کې یې وګړي کم دي. په کراچۍ کې د امریکا د کونسلګرۍ په وینا دمګړی په یاد هېواد کې له ۷۰۰ زره تر ۱ مېلیون پورې پاکستانیان میشت دي، چې له همدې امله نور د لاټرۍ له لارې دوی ته د ویزې د ورکړې امکان نشته دی. د یادې قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۴ کال پورې ۱۰۴ زره پاکستانیان د همدې ویزې له لارې امریکا ته تللي دي. قونسلګرۍ ویلي چې پاکستانیان کولی شي د سیاحت، تحصل او نورو ویزو له لارې امریکا ته ولاړ شي.