کډوال: افغان حکومت تر اوسه هېڅ ډول امکانات نه دي ورته برابر کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66951
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-24

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له افغان حکومت غواړي چې په هېواد کې ورته د استوګنې امکانات برابر او شته ستونزې یې حل کړي. افغان کډوال وايي چې په پاکستان کې په یوه او بله پلمه ځورول کېږي خو بلخوا بیا افغان حکومت د دوی ورتګ ته هېڅ تیاری نه لري او نه یې هم د ځای او سرپنا ستونزه حل کړې ده. پاکستان له افغان کډوالو تل د افغان حکومت پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستئ او همدا چې له افغان حکومت سره یې سیاسي اړیکې ترینګلې شوې پر کډوالو یې فشار راوستی دی. په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې هره ورځ لسګونه کورنۍ د تورخم دروازې له لارې هېواد ته راستنېږي او دوی ټولو هغو خلکو ته تر یوې کچې امکانات برابر کړي چې په ننګرهار ولایت پورې اړه لري. د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست هم وايي چې د کډوالو د سرپنا ستونزې تر یوې کچې حل شوې او دوه نوي ښارګوټي نورو کډوالو ته په پام کې لري چې ډېر ژر به یې عملي ویش پیل شي.