نوازشریف: ترهګر د افغانستان او پاکستان ګډ دښمنان دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66960
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-25

د پاکستان د ملي راډيو د خبر له مخې، د دغه هېواد لومړي وزير نوازشريف نن له ولسمشر اشرف غني سره ټېلېفوني اړيکه نيولې ده او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه یې خبرې ورسره کړې. سرچينې زياته کړې چې د دې اړيکې پر مهال نوازشريف د کابل پر وروستۍ پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړه او د پېښې د قربانيانو کورنيو ته يې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي. د پاکستان لومړي وزير نوازشريف له ولسمشر غني سره د يادې اړيکې پر مهال د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې ټينګار کړى دى. هغه زياته کړې چې په دې سخت وخت کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هر ډول همکارۍ ته تيار دي. نوازشريف ويلي چې ترهګر د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دي. تېره ورځ ولسمشر له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې نوازشريف ته بلنه ورکړې وه چې کابل ته سفر وکړي.