ظواهري له خپلو پلویانو غوښتي چې غربي وګړي و تښتوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66961
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-25

د القاعدې مشر ایمن الظواهري پر خپلو پلویانو غږ کړی چې غربیان دې وتښتوي او له ځان سره یې دې وساتي. هغه ویلي په دې توګه کولی شو هغه مسلمانان له زندانونو را خلاص کړو چې د غربي هېوادونو په زندانونو کې پراته دي. این الظواهري په یوه خپاره کړي صوتي پیغام کې ویلي، هومره غربیان ونیسئ چې په تبادله کولو یې د غرب په زندان کې هېڅ ښځینه او نارینه زنداني پاتې نه شي. ظواهري وروسته له اسامه بن لادن د القاعده شبکې مشري پر غاړه لري او اټکل کېږي چې دی به هم د پاکستان په سرحدي سیمو کې پت وي.