د سیاسي خبرو مانا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66983
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2016-07-31

 

 

 

 دا اوسنی سیاست هم عجب سره پیچلی دی
 په یو سر کې یوځای په بل کې سره تللی دی
 موږ باید په ننني سیاست هم لږ ځان پوه کړو
 د سیاست کوږاوښ باید لږ ځان ته چو کړو
***
یو لوکس سیاسي غلوته خبرې مبارکي کولې
 هغو ورته بې اختیاره دخړپ چکچکي کولې
 پوه سوم په اوړو کې هرومرو کومه ډبره سته
 په دی خبرو کې هرومر کومه بله خبره سته
***

خبره سه! سیاستمدار یو شي ته بل شی وایي
 کله بدشي ته ښه ، ښه شي ته بدشی وایي
 د هغو د سیاست پټ کتاب مي خلاص کړ
 دهغو په سیاسي خبرو مي لږ سر خلاص کړ
 هغوی ډیموکراسي ته ګډوډي وایي
 خلکو ته خپل د داړې غله سړي وایي
 ملت ته خپل خپلوان او فاميلي وایي
 اجراییه ریاست ته ففتي ففتي وايي
 خپلی ډیرې وندې ته اصلاحات وایي
 غلا ته په خپل منځ کې انصاف و ایي
 وحدت ته خپل سهامي شرکت وایي
 واک ته درجه دفساد او خیانت وایي
 رشوت او اختلاس ته ښه خدمت وایي
 فساد او وطنفرشي ته ښه زحمت وایي
 همداسې شورا نظار ته اهل کار وایي
 خپل انډیوالانو ته پدري کسبکار وایي
 غل غدو او داړه مار وته جهادیان وایي
 فسادکوونکو ته مقاومتیان وايي
 وزارت ته خپل وطن وایي
 سفیر کیدلو ته کفن وایي
***
یوسیاسی ویل ډیموکراسي ( ګډوډي ) ته خدمت ( غلا ) کوم!!
خپل ګران ملت ( خپلوانو ) ته ډیر ښه زحمت ( دفساد لاره ښیم) باسم!!
موږ خپلو خلکو (ډلې ) ته سم اصلاحات ( ډیره ونده ) غواړو
 موږ دملت ( خپلوانو) هر مقاومتي ( فسادکوونکي ) ته انصاف(غلا) غواړو
 دلته موږ په زور جوړ کړی ملي وحدت( ففتی ففتی دولت) دی
 دجهادیانو (غلو) او مقاومتیانو ( فسادکوونکو) سم جوړدولت دی
 په اخیر کی ویل
 یاوطن ( وزارت) یا کفن( سفارت)
 ***
زه اوس پوه سوم په دې سر چپه کیسه
 په دې سیاست پوه سوم سم پوره
 دلته دیموکراسي یاني سمه ګډوډي ده
 دشوکمارو غل اوغدو داړه سیاسي ده
 موږ خپلو خلکو ( ډلی)ته یوازې حکومت غواړو
 موږ یوازې واک دپاره د خپل ملت ( نظار ) غواړو
***
رښتیا دلته یوازې د څوخلکو باچاهي ده
 هر ورځ دلته دغیر سیاسي ولس سنتي ده
 له یوې خوا یې داعشان او طالبان سنت وي
 دبلی خوا یې نظار یان او جنبشان سنت وي
 بس دخدای لپاره نوره بس دا سنتي ده
 په ټولوکامونو کې یوازې یو کام پرستي ده
***