هغه پوښتنه چی له ډیرو سره یی ځواب نشته:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66988
عصمت تره کی
دخبریدو نیټه : 2016-07-31

 

څوک چی وایی په هند او ځینو نورو هیوادونو کی په زر ګونو ادیان ، مذاهب او عقاید موجود دی خو بیا هم د سولی او آرامی په فضا کی ژوند کوی ، خو مسلمانان په پداسی حال کی چی د یوی عقیدی څښتنان او دیو دین پیروان دی بیا هم تر منځ اختلافات لری او یو بل وژنی؟

خو زما ځواب داده:

لمړی خو باید ووایو چی په مذهبی جګړو کی تل دوه لوری ښکیل وی چی هغه عبارت دی له حق اوباطل څخه ، د حق او حق تر منځ مذهبی جګړه او د باطل او باطل ترمنځ مذهبی جګړه تر اوسه تاریخ نده راخیستی.

نن په نړی کی په زرګونو عقاید ، مذاهب او ادیان شتون لری ، خو زیاتره عام وګړی په ځانګړی توګه پوهان، سیاسی او مذهبی مشران پدی ښه پوهیږی چی اسلام حق دی او نور ادیان باطل ځکه په مذهبی جګړو کی دوی تل اتحاد کړی ، او بی له اسلامه یی د هیڅ عقیدی او مذهب پيروی د ځان لپاره ګواښ ندی ګڼلی.

نو مذهبی جګړه که د مسلمانانو ترمنځ هم وی څرګنده ده چی یو لوری به یی ناحق او بل لوری به یی حق وی. ځکه رسوالله (ص) فرمایلی دی:

(  زما آمت هیڅکله په ګمراهی کی نه یوځای کیږی، که دی تر منځ اختلاف ولید نو له اسود الاعظم یا اکثریت مسلمانانو څخه مه بیلیږه)

نو په نړی کی که په زر ګونو څه په میلیونونو باطل ادیان او مذاهب هم شتون ولری بیا هم د حق په وړاندی متحد دی.

دوهم :

نن په نړی که مذهبی جګړه روانه ده، چی یو لوری مسلمانان دی ځکه که د ولسمشر جورج بوش د ۲۰۰۰ کال خبرو ته ور وګرځو نو هغه ویلی چی دایوه صلیبی جګړه ده او اوږد وخت به ونیسی.

همدارنګه د کمونیزم او ډیموکراسی په چوکاټونو کی هم د اسلام له سپيڅلی دین څخه پرته نور ټول ادیان ځایږی.

نو پرون د کمونیزم پلویان او نن د ډیموکراسی پلویان پدی هڅه کی دی چی اسلام ورته وتراشی ، تر څو پدی چوکاټ کی ځای شی.

تیری تجربی ښیی چی په مسلمانانو د ډیموکراسی نظام  تحمیل یوازی او یوازی د فکری جګړو په واسطه ممکن ده.

چی د فکری جګړو د ښه په مخ وړلو په موخه باطل پلوو ختیځ پوهنه رامنځ ته کړی او ختیځ پوهان (مستشرقین) یی په اسلامی ټولنو کی تیت کړی ، چی د هغوی موخه د مسلمانانو په عقیدو کی شکونه پیداکول، د مسلمانانو ترمنځ اختلافات او مسلمان او قرآن ترمنځ واټن رامنځته کول دی.

چی د فکری جګړی په ډګر کی د مسلمانانو غفلت ددی لامل شوی چی هغوی تر ډیره بریده په خپلو دندو کی بریالی شی.

او په اسلامی ټولنو کی ډول ډول اختلافات رامنځته کړی.

 

بله پوښتنه : ځینی وایی که چیرته زیاتره عام وګړی ، پوهان ، سیاسی او مذهبی مشران پدی پوهیږی چی اسلام رښتینی دین دی، نو ولی ددی رښتینی دین پیروی نه کوی ، ولی دوی لاهم په ناسمو لارو روان دی؟

ځواب به دا وی چی لمړی :

پدی کی شک نشته چی دوی دی ستر حقیقت ته رسیدلی خو تعصب د دی لامل شوی چی دوی په حق سترګی پټی کړی.

دوهم:

خو هدایت یوازی او یوازی د الله ج له لوری دی، چاته چی الله ج هدایت نه وی کړی هیڅوک ورته هدایت نشی کولای