صراط المحبت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67043
شس الله خوستی
دخبریدو نیټه : 2016-08-11


ماډیرې طریقې وکړې یوه هم نه کوي کار
 بې زړه چې نکړو ځان ورته ،بل چم نه کوي کار

 اغزنه دښته،هره خوا بلا ،د شپې مزل
 چې نفس ورلاندې نکړو ،نوقدم نه کوي کار

 دزړه په سترګو وګوره صراط المحبت
 دسرسترګې په داسې ځای کې سم نه کوي کار

 که ژاړې هره شپه ،خوچې فطرت دې وي خزان
 پرې لوندزړګی دګل ندی ،شبنم نکوي کار

 چې شمس ته ورکتی نشم ،نوتابه ګورم څه
 نظرمې په دیدن کې خورم قسم نه کوي کار