غواړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67053
یوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2016-08-12

غواړې
 په یـو نظـر ســترګې لـیـمه غواړې
 ګریوان دې څیري کړلو څه غواړې
 اغـزي دې وکرل د زړه پـه بڼ کې
 اوس رانه بـیرته ولې زړه غـواړې
 غـرور دې مات کـړلو زما د میني
 تالا ګــلـونـو نه نــغـمه غــواړې
 زما د سر قـیـمـت دې څـو مـنـلی
 ویـنه په څـو د پـښـتانـه غـواړې
 ژونـد محـبـت د آرمانـو جـواری
 با یئللی څیز به بیرته نه غواړې
 په دې ګرانۍ کې خدمتګاره لیدل
 ضرور د سر پـه بــدله غـــواړې