د جګړو له کبله بې ځایه شوو ته قرباغ کې ښارګوټی جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67091
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-16

د جګړو له امله د بې ځايه شويو کورنيو لپاره د کابل په قرباغ کې د ښارګوټې جوړلو کار پيل شو. د کليو پراختيا او بيا رغونې ورازت چارواکي وایې د الازغان په نامه په دې ښارګوټې کې به سلګونه هغو کورنيو ته د استوګنې نمرې ورکړې، چې له جګړو ځپلو سيمو کابل ته را کډه شوې دي. د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت د پروګرامونو معین شییر شهریار وايي، چې د الازغان ښارګوټي په دې ۱۰۰۰ جريبه ځمکه کې د جګړې له امله له خپلو مېنو ۳۰۰ بې ځايه شويو کورنيو ته چې کابل ته راکډه شوې د اوسيدو امکانات برابروي. د دې پروژو ټولټال لګښت ۱۷۰ ميليونه افغانۍ ټاکل شوی، چې د اسټراليا هېواد یې ورکوي او د UNDP په تخنيکي مرسته د کليو او پراختيا وزارت له لورې پلې کېږي.