حزب اسلامي: د سولې هوکړه "د افغانستان اسلامي جمهوریت" سره کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67093
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-16

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمیتار زوی وايي، چې حزب له ملي یووالي حکومت نه، بلکې "د افغانستان اسلامي جمهوریت" سره د سولې هوکړه کوي. له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې خبرې اترې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې او یو ځل داسي اعلان وشو چې د سولې په ۲۵ ماده ییزې طرحې یې هوکړه کړې ده. پلاوی دا ځل بیا کابل ته راغلی او د ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمان حکمتیار وايي، چې د سولې پر مادو موافقه شوې او ډېر ژر به لاسلیک شي. حبیب الرحمان وایي حزب له یو شمېر غوښتنو تیر شوی او حکومت هم په هوکړه لیک کې د ځینو اصطلاحاتو بدلول منلي دي. نوموړی زیاتوي، د سولې په نهايي شوې هوکړه لیک کې راغلي، چې "دا هوکړه د ملي یووالي حکومت او د اسلامي حزب تر منځ کیږي"، خو اوس اسلامي حزب غواړي چې د ملي یووالي د اصطلاح پر ځای "د افغانستان اسلامي جمهوریت" ولیکل شي. د حکمتیار زوی په ډاګه کړې، چې "د افغانستان د اسلامي جمهوریت" نوم ټولو خلکو ته د منلو وړ دی، ځکه یې دوی هم "د ملي یووالي حکومت" اصطلاح پر ځای په هوکړه لیک کې د ذکر کولو غوښتنه کوي.