د تخار پر امنیه قواماندان د ماین چاودنه شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67103
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-19

د تخار امنیه قوماندان له یوې چاودنې روغ وتلی، خو پنځو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده. ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، چې پيښه په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې شوې ده. هغه زیاته کړې، امنیه قوماندان مل پاسوال نور محمد حکیمي درقد ولسوالۍ ته روان و، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه. د اسیر په وینا، په دې چاودنه کې امنیه قوماندان ته زیان نه دی رسیدلی، خو یو ساتونکی یې وژل شوی، سکرتر او درې ساتونکي یې ټپیان شوي دي.