ترکیه کې ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67114
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-20

د ترکيي په سویلي ولایت، غازي عینتاب کې د چاودنې له امله ۳۰ کسه وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپيان دي. رسنیو د یاد ولایت د والي علي یارلیک له خولې لیکلي، چې پېښه د واده مراسمو کې د ځانمرګي برید له کبله رامنځته شوې ده. سرچینه زیاتوي، یوه بریدګر ځان پورې تړلو توکو ته د واده مراسمو ته د ننوتو پر مهال چاودنه ورکړې، چې له کبله یې ۳۰ کسه وژل شوي او نږدې ۱۰۰ نور ټپیان دي. که څه هم د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو ترک چارواکو دا یو ترهګریز برید بللی دی. باید وویل شي، چې په ترکیه کې د وروستیو خونړیو بریدونو پړه داعش ډلې منلې وه.