ملی کثافت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67154
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2016-09-14

محمود نظری

 

 ددوو هم فکرو یو الي ته وایي ملي وحدت
 ددوو بدل فکرو یوالي ته وایي ملي کثافت
 په وحدت کې لا څه امکان سته د خدمت
 مرداره مردارې وي په پایله کې د ملي کثافت
 درجه درجه لري دا زموږ دوطن ملي کثافت
 دهغه اخیر ه درجه ده دلته اعلا ملي وحشت
***
د افغانستان دملي کثافت باید وسي ښه عزت
 هغه زر ګونه زرګونه چنده لوړ دی تر ملي وحشت
 په یوه تذکرې نه سره جوړیږي دا ملي وحشت
 د علی بابا او څلویښتو غلو دغلا دی ملي حشمت
 سیاسي غله مو ملي وحشت ته وایي ملي وحدت
 ټول کارونه یې چلیږي په ځاني ګټه د بل په تهمت
 دهغو قانون دی غلا، پسات خیانت او اختلاس
 هیڅ اساسي قانون ته نلري یوه خاشه هم صداقت
 نر هغه دی چې ځان یې ښه خورا پلن اوپراخ کړ
 له مقامه ښه تر لاسه کړې د خپل پلار حق الازحمت
 دا دسیاسي غلوداړه هر یو لري خپل ویاندان
 یو دولت دوې خولې ویاندان لري امانت سلامت
 یو يي یو څه بل يې بل څه وايي داپاخه درواغجنان
 خلاصه وایو د دې وطن خراب سوی دی قسمت
 داوحدتیان له سره تر لکۍ په هیڅ څه نه سره جوړیږي
 هره مقرري یې ولس ته لکه د قبض سپی سوی یو لعنت
 یوه داړه يې یوازې د غلو په مړو او شهیدانو چلیږي
 په ژوندیو مړوخلکو ډیر چلیږي بله داړه د وحشت
***