هندوستان د افغانستان سره د یو ملیون ډالرو مرسته اعلان کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67160
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-14

هندوستان دغه مرسته  نن د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او ورسره پلاوي   د سفر پرمحال اعلان کړل .
په عیني حال کي په افغانستان کي د هند سفارت   د افغان زدکونکو لپاره د زرو تحصلی برسونو د ورکړياعلان هم وکړ .

د افغانستان جمهوري ریاست وايې ولسمشر غني او ورسره مل لوړ رتبه پلاوی به له هندي مشرانو سره د ترورېزم پر ضد د ګډې مبارزې او له کابل سره د نوې ډېلي د پوځي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.


ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر په دې دوه ورځني سفر کې له هندي سوداګرو او په دې هېواد په زده‎کړو بوختو افغان محصلانو سره هم وویني.