په ننګرهار کي د نشه یی توکو سره دوه کم عمره کسان هم نیول سوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67163
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-18

پولیسو د ۵۷ کیلو ګرامه نشه یې توکو سره دوه کم عمر لرونکي ماشومان ونیول .

ننګرهار ولایت پولیسو د شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ۵۷ کیلو ګرامه نشه یې توکې تر لاسه او دوه تنه کم عمر لرونکي ماشومان یې د لیږد په تور ونیول .

د یو بل خبر له مخې پولیسو هغه غلا شوی سراچه موټر له غلو څخه تر لاسه او خپل مالک ته وسپارله .

دغه سراچه ډوله موټر د غلا په جرم یو تن نیول شوی،چې پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی .