ولسي جرګه: حکومت بروکسل غونډې ته لازم چمتووالی نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67175
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-19

 

خود افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر حکومت انتقاد کوي چې د بروکسل غونډې لپاره لازم تیاری نه لري.

دوی د دوشنبې په ورځ دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د مالیې او اقتصاد وزیران یې د بروکسل غونډې ته د تیاریو معلوماتو ورکولو په هدف استجوابیه غونډې ته وربللي و.


د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د ولسي جرګې  استازو ته  د بروکسل کنفرانس ته د افغان دولت د چمتووالي، د کنفرانس څخه د ترلاسه کیدونکو پایلو، کنفرانس ته چمتو شویو اسنادو او دوه اړخیزو ژمنو په اړه معلومات ورکړل. چي د جرګې د یو شمیر غړو د انتقاد سبب سول

د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس به د راروانې تلې میاشتې په ۱۳ او ۱۴مه په بروکسل کې جوړ شي چې یوې خوا به  د افغان دولت چارواکي او بلې خوا به له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو وزیران او استازي ګډون ولري.