مناجات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67176
فضل الرحمن عليزی
دخبریدو نیټه : 2016-09-19

مناجات
ســتـا رضـا زمـا رضـا کې لويـه خـدايـه !
را  قـبـولـه مـي دوعاکې لويــه خـدايـه !
دې وطـن بـانـدې د رحـم بـاران وکــړې
څـه چې ستا وې هغه زما کې لويه خدايه!
چې شپه ورځ ورته په زړه کې ستا ديدار وي
ســتـا اشـنـا زمـا اشـنـا کـې لويـه خـدایـه!
چې پــه مـيـنه محـبـت کـې ســره اوسـي
نـفاق ورک لـه دې دنـيا کې لويــه خدايه!
زمـوږ پـر زړونو بـاندې تــوري تيارکې دي
زمــوږ زړونــه تــه رڼــا کې لويه خـدايـه!
چې لــه چــا ســره يې مــينه حــقـيقـي ده
تــه يـې خـپل سـره پخلا کې لويه خدايه !
عـلـيـزي کـچـکــول نــيـول ســتا دربار ته
بس ده پـوره يې مـدعـا کې لويـه خـدايــه !
۱۳۹۵ / ۶ / ۲۸ نېټه، کابل، نوی ښار