د ترافیکي پیښي لکبله درې تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67178
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-20

ننګرهار ولایت د بټې کوټ ولسوالۍ په شینوارو کلا سیمه کې د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله د دوه وروڼو په ګډون ۳ تنه  مړه سوي دي

دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه،کله چې په یاده سیمه کې ټوډي او هینو ډوله موټر سره وجنګیده،چې له امله یې په ټوډي موټر کې ناست درې تنه چې دوه یې وروڼه دي، په شهادت ورسیدل .

د یادې پېښې قربانیان دوه وروڼه د روداتو ولسوالۍ او یو بل یې د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکي و،چې د یادې سیمې څخه مرکز کابل ته روان و.

د یادې پېښې د رامنځته کیدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ په ګوته شوی دی .