غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67187
فضل الرحمن عليزی
دخبریدو نیټه : 2016-09-21

ښکلې ښاپېرۍ، دا په تا څه وشو؟
آ ښکلې جنۍ، دا په تا څه وشو؟
زه دي و صحرا ته تبعيد کړی يم
ناستې په بلۍ، دا په تا څه وشو؟
ما خو ستا په مينه کې ځان ختم کو
ته شولې شکۍ، دا په تا څه وشو؟
زه دي په خندا کې يوه خوله غواړم
ته کوې سولګۍ، دا په تا څه وشو؟
شپه مي د ليدو په تمه ختمه شوه
تاته کړم زارۍ، دا په تا څه وشو؟
يوار  د عليزي د زړه خبر واخله
ښا ګوره سپوږمۍ، دا په تا څه وشو؟