د آسیا پراختیایي بانک د سالنګ دهلیز د سړک لپاره 31 میلیونه ډالر مرسته وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67199
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-24

د افغانستان مالیې وزیر  اکلیل حکیمي په افغانستان کې د آسیا پراختیایي بانک له رئیس ښاغلي تام پنیلا سره د سالنګ دهلیز سړک د بیارغاونې، مؤثریت او په هیواد کې د ننه او مرکزي آسیا د توکو او خلکو د مصؤنیت له پاره ۳۱.۳۷ میلیونه امریکایي ډالرو وړیا مرستې تړون لاسلیک کړ.

د یادې مرستې 15.92 میلیونه ډالر د جاپان مرسته ده چې د افغانستان بنسټیزو پروژو وجهي صندوق لارې ورکول کیږي. دغه صندوق په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جوړ شوی او د مرسته کوونکو له خوا تمویل کیږي. ددې صندوق موخه د زیربنایي پروژو د جوړیدو له لارې د خلکو په ژوند کې د ښه والي راوستل دي