ژړ رنګ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67224
اسدالله غيرت
دخبریدو نیټه : 2016-09-28

رنګ دې ولې داسې زيړ شو لکه پاڼه ؟

رنګ دې ولې داسې زيړ شو
لکه پاڼه !
وايه څه درباندې وشول ؟
د وطن اوسني خال ته ورخطا يې ؟
کنه خپلې بې وسۍ ته په ژړا يې ؟
رنګ دې ولې داسې زيړ شو د زړه سره ؟
راته وکړه نن صفا صفا خبره
د چا سترګو به په زړه نه وې ويشتلی ؟
دا چې ښکارې د پخوا پرتله غلی
ستا په شونډو خاموشي زغملی نه شم
ستا دا ګونګه زندګي زغملی نه شم
ستا په مخ کې د خفګان ژورې نښې
که باور کوې بيخي زغملی نه شم
رنګ دې ولې داسې زيړ شو لکه پاڼه ؟
وايه څه درباندې وشول ؟