له اروپایې ټولنې سره د ۲۰۰ میلیونو یورو تړون لاسلیک سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67241
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-10-04

 په بروکسل کې د اروپایی ټولنې له کمشنر سره د افغان ولسمشر  په حضور کې د حکومت جوړونې تړون پر اساس د 200 میلیونو یورو په ارزښت تړون نن د مالې وزیر اکیل حکیمي  لاسلیک کړ. دغه پیسې به د اصلاحاتو په بدل کې د افغانستان د اختیاري بودجې له لارې ولګول شي.
ددې مرستو په ترلاسه کیدو سره افغانستان د ځان بسیاینې له پاره ددې وړتیا پیدا کوي چې خپلې پالیسۍ عملي کړي ترڅو د عصري، شفافو او حساب ورکوونکو سیستمونو له لارې پرځان بسیا شي. په ټوله کې د حکومت جوړونې تړون تمرکز په عامه سکتور کې پر اصلاحاتو، له فساد سره پر مبارزې، عامه خدماتو، جندر، عامه مالي مدیریت، د ملي عوایدو پر زیاتوالي او د بودجې پر روڼتیا ده.