غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67243
اسدالله غيرت
دخبریدو نیټه : 2016-10-04

 


راځه چې ښکلې کړو دخدای په عبادت زندګي
نه په ډيرمال ملګريه، نه په ډيردولت زندګي

ددې دنيا ژوند خوپه هرخال، که وي هررقم ته
دچاخرابه مه کړې خدايه دقيامت زندګي

کاش! چې لاړنه وای اوس به داسی ويرجن نه وم ياره
دغم ملګرې مې شوه ستا په فراقت زندګي

دوه ورځې ژوند دی، لکه باد هسې تيريږي والله
ښه ده چې تېره کړو په مينه محبت زندګي

ربه ته وساتې  د تل اوهميشه لپاره
ددې دنيا له عيش عشرته دغيرت زندګي

منداخيل