تول او ترازو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67245
فضل الرحمن عليزی
دخبریدو نیټه : 2016-10-04

( لنډه کيسه) 

زړې جامې يې په تن وې، زوړ او شلېدلی پټکی يې پر سر ؤ، سولېدلې  او څو ځايه پرې چپلکې يې پښو کړې وې، سپرې او چاودلې  پښې يې  ورڅخه راوتلې وې؛ خو په سترګو کي يې پخوانی عظمت له ورايه ښکارېده او داسي معلومېده، چې ښه د غيرت وخت يې را تېر کړی دی.

په لاس کې يې يو ګورت وړې وچې لښتې، چې له ونو څخه را لوېدلې وې را ټولې کړې وې، په نورو وچو لښتو پسې يې  هم يوه او بلخوا کتل او غوښتل يې، چې نوري وچې لښتې هم پيدا او را ټولې کړي  او د اوربل لپاره يې کورته يوسي.له تخرګ څخه يې لکڼه را ليري کړه او را ټولې کړې لښتې يې په تخرګ کې ونېولې.

 يوشمېر خلګ  د ونو يخ سوري ته ناست وو، يو له بل سره يې ټوکې وهلې او په کټ – کټ يې خندل . په ناستو کسانو کې د يوه په شهزاد اکا پام شو او  ښه په زوره يې وويل : ای زه دي د اورتې ... غيم، دغسي ښه يې! نورو ناستو ملګرو ته يې په تمسخر سره وويل، چې وخت يې ولاړ، د هر سړي پلار او ورور ؤ؛ خو اوس يې ولا که څوک په سړو کې هم بولې. په خنداکې يې وويل چې : «اوس خو يې تر مور پوره ختلی دی» په دې خبري سره د ټولو خندا په زوره شوه او ښه په زوټه – زوټه يې وخندل. يوبل کس وويل، شزاد اکا، خو د کونډو او ايتمانو دسر سايوان ( چترۍ) وه، په هر اختر به يې تر هغو خپلو اولادونو ته نوې کالي او بوټونه نه راوړل، تر څو چې به يې د کلې د کونډو اولادونو او ايتمانو ته نوو اخيستې. د کلې د هر چا غږ تر ده پوري و، په هر غم او ښادي کې به ده منډې وهلې او د نورو د عزت د خونديتوب لپاره به يې له جيبه تاوان کاو؛ خو اوس يې رښتيا هم لکه چې هههههها!

 د عجب ګل  په نامه بل سړي وخندل او په خندا کې يې وويل، چې د سور ګل  وادوه به  مو نه وي په ياد؟ خسر يې د واده په ورځ بابېړی ( له خپله حقه اضافه پيسې غوښتل ) ورباندې وکړ او ورته ويل يې چې دوه لکه روپۍ را نه وړې ولا که  زما لور ستا د کور مېرمن شوه! سور ګل  په شهزاد اکا، نوا  ونيوله  او د خدای او قران په شفېع کولو سره به يې ورته ويل، چې شهزاده اکا ته به کوې خدای به کوې هيچا ته مي مخ نه اوړي! شهزاد اکا په ورين تندي ورته وويل:  سورګل وراره هيڅ فکر يې مه کوه، خدای به هر څه اسانه کي، موږ اوتاسي کليوال يوو، عزت او بې عزته مو ټول سره يو دی که ته بې عزته کېږي، نو بيا به په موږ که څه پاتې شي؟  ته خو دوه لکه يادوې تر پنځو لکو روپو، پوري درته ولاړ يم اوس که دي دکوتوني او وړو غمه نه وي خوړلې  هم غږ وکړه، چې بيا دي  خسر او خپلوانو ته سرټيټی نشې».

 عجب خان په زوره – زوره  وخندل او نورو ملګرو ته يې وويل، چې سورګل هم د ده د ښو بدل  پرون  ور اداء کړ او هغه داچې دی ( شزاد)   لکه چې پرون ناروغ و، پښې يې څکولې او په لاره سم نشوای تلای، سورګل په موټر کې سپور و، ده د دې  لپاره لاس ورکو، چې په موټر کي يې ورسره واخلي، ځکه په پښو کې يې د تلو سېک نه و ، هغه د دې پر ځای چې  موټر ورته و دروي، رېز ورکړ او داسي دوړي يې ورته جوړي کړې، چې پوره ساعت وخت نه په کې معلومېده.

ناستو کسانو د شهزاد اکا د تېر ژوند په اړه خبرې کولې ، چې شهزاد اکا هم را ورسېد او پر دوی يې سلام واچاوو،  دې کسانو د دې پر ځای چې وعليکم ورته ووايي، په تېزه لهجه ورته وويل، څه دي وويل؟ په دې وخت کې شهزاد اکا سوړ اسوېلی

له خولې څخه ويست او په ډېره مايوسۍ سره يې وويل چې: اوس خو مې څوک سلام ته واليکم هم نه وايې، دا څه نامرده زمانه شوه اوس يې لکه چې کومه تمه نه راته کېږي؛ رښتيا چې هغه شاعر څه ښه ويلې دي، چې:

بس تول او ترازو دی نور څه نشته سوداګره!

بادار دي په دې خلکو کې څوک کم نه راولي